ننګرهار کې د ۱.۳۷ میلیونه افغانیو په لګښت د موتیا ګلانو ننداریزې کروندې جوړې شوې

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۰:۵۵
ننګرهار کې د ۱.۳۷ میلیونه افغانیو په لګښت د موتیا ګلانو ننداریزې کروندې جوړې شوې

۲۶ کب ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن وویل، چې د روان کال د ننګرهار ولایت په شپږو ولسوالیو بهسود، حصارک، سره رود، چپرهار، لعلپوره او مومندرې کې پر لس جریبه ځمکه د موتیا ګلانو ننداریزې کروندې جوړې شوي، څو بزګران له نويو کرنیزو طریقو سره اشنا او د یادو ګلانو کښت ته وهڅول شي.
د نوموړي په خبره پر دغو ګلانو ۱.۳۷ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی، چې د کرنې وزارت له پراختیایي بودیجي څخه څخه ورکړل شوي دي.
د ننګرهار دکرنې رییس وویل، چې هرې ننداریزې کروندې لپاره بزګرانو ته  ۱۰۰۰ بوټي، کرنیز وسایل، تخمونه او کیمیاوي ورکړل شوی، چې د بزګرانو د اقتصادي پیاوړتیا لپاره ګټور ثابتېدای شي.
نوموړي زیاته کړه، چې اسلامي امارت د کرنې سکتور ته ځانګړې پاملرنه لري او هڅه کوي، چې د کروندګرو او مالدارانو د محصولاتو کېفیت لوړ، عواید زیات او د کرنې عصري سیستم ته لار هواره کړي.
د کرنې ریاست مسوولینو د دې طرحې د عملي کېدو په اړه خوشبیني ښودلې او ويلي، چې د موتیا ګلانو کښت به پر چاپېریالي ښکلا او د اقتصاد پر ودې مثبت اغېز ولري.

خبرهای تازه

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۳ - ۱۲:۲۹
Background image

مشغولیت ۱۸ هزار نفر در سبزخانه‌های فراه

۲۳ سنبله ۱۴۰۴ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت فراه اعلام کرده است که امسال حدود ۱۸ هزار نفر مرد و زن در سبزخانه‌های این ولایت مصروف کار می‌باشند و از این طریق مصارف فامیل و. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۳ - ۱۰:۲۵
Background image

بازدید هیئت وزارت زراعت از مسلخ آقچه جوزجان

۲۳ سنبله ۱۴۰۴ هـ.ش
هیئتی از وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به سرپرستی مفتی ذاکرالله ذاکر رییس عمومی مالداری و صحت حیوانی، همراه با مشاوران مقام وزارت میرویس خوگیانی و محمد ولی وزیری، در. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۳ - ۹:۳۰
Background image

بازسازی ۲۰ باب طویله در ولسوالی چمتال ولایت بلخ

۲۳ سنبله ۱۴۰۴  هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بلخ به همکاری دفتر کمیته هالند ۲۰ باب طویله را در قریه آسیاب شراف ولسوالی چمتال بازسازی می‌کند.
این طویله‌ها که قبلاً توسط دفتر. . .

بازگشت به خبرها