پاکستان ته په غير قانوني ډول د څارویو د قاچاق مخه ونیول شوه

۴ کب ۱۴۰۳ه.ش
۲۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه.ق
دهلمند ولايت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست وایي، چې ددې ولايت د امنيتي ځواکونو په همکارۍ بهرامچې ولسوالی ته څېرمه د۶۱ وزو د قاچاق مخه ونېول شوه، چې په غير قانوني ډول پاکستان ته لېږدېدل.
د دوی په خبره په دې تړاو یو کسان نیول شويی دی او د لازیاتو څېړنیو لپاره اړوندو ارګانونو ته سپارل شوی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې میاشت مخکې هم د کندهار په ولایت کې د سلګونو پسونو د قاچاق مخه نیول شوې وه.
باید وویل شي،هېڅوک حق نلري چې په غير قانوني ډول مالونه نورو هېوادونو ته ولېږدي.