د کابل استالف کې د بڼونو خوندیتوب په پار هڅې

۲۸ سلواغه ۱۴۰۳ه.ش
۱۷ شعبان المعظم ۱۴۴۶ه.ق
دکابل دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ددې ولایت د استالف په ولسوالی کې د مېوو بڼونو د خوندیتوب په پار د لایم سلفر درمل کارولو چارې پیل کړي دي.
داستالف دکرنې ادارې چارواکي وایي، چې ددې ادارې دکرنیزو چارو کارکوونکو په دې ولسوالی کې د ډول ډول مېوو بڼونو خوندیتوب په پار د لایم سلفر درمل جوړونې او کارونې په موخه لسګونه بزګران روزلي او ترڅنګ یې د دوی د بڼونو ونو ته د لایم سلفر درمل کارونې چارې پیل کړي، چې ورسره تاکونه له فنګسې ناروغیوڅخه خوندي کېږي.
باید وویل شي، چې دکرنې وزارت د هېواد په کچه د مېوه لرونکو او بې مېوې ونو د خوندیتوب په پار هلې ځلې کوي، چې په ترڅ کې یې ونې او نیالګي له افتونو او ناروغیو خوندي کېږي.