خوست ولايت کې د ځمکو د تثبيت چارې بشپړې شوې

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۴ - ۱۱:۳۶
خوست ولايت کې د ځمکو د تثبيت چارې بشپړې شوې

۱۴ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۴ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د حکم په اساس صنعت او سوداګرۍ وزارت لپاره د هېواد په کچه په هر ولايت کې د زر جريبه ځمکې د تثبيت او انتقال په پار د صنعتي پارکونو د جوړولو په موخه خوست ولایت کې هم د ځمکو تثبيت چارې بشپړې شوې.
په دغه پروګرام کې، چی د کرنې وزارت د اراضۍ لوی ریاست لخوا په لاره اچول شوې وه په داسې حال کې، چې اراضۍ لوی ریاست د تصفيې او تثبيت حق مالکیت رياست د تصفيې ګروپونو د تنظیم عمومي مدير نذیر احمد هلال او د دغه ولايت د کرنې، کور او ښارجوړونې، اطلاعاتو او کلتور، ښاروالۍ، مصتوفیت، کانونو او پټروليم او صنعت او سوداګرۍ ریاستونو مسؤلينو په شتون کې د يادې ځمکې د تثبيت اسنادونه په رسمي بڼه لاسلیک او دغه سندونه به د نورو اجراادآتو په موخه مرکز ته واستول شي.
په پای کې د خوست ولایت مسؤلينو په یاد ولايت کې ددغه مسؤلیت د پایلې څخه خوښي څرګنده کړه او دا کار يې د هېواد د پرمختګ او هېواد والو ته د کار د زمينې برابرولو په برخه کې ښه اقدام وباله.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۴ - ۱۴:۵۰
Background image

جلسه شورای عالی صندوق وجهی انکشاف زراعتی دایر گردید

۱۴ دلو ۱۴۰۳ هـ.ش
یازدهمین جلسه شورای عالی صندوق وجهی انکشاف زراعتی  تحت سرپرستی مولوی عطاءالله عمری، وزیر زراعت، آبیاری و مالداری، با حضور مولوی صدراعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری،. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۴ - ۱۴:۴۹
Background image

معرفی رییس جدید توسعه باغداری وزارت زراعت

۱۴ دلو ۱۴۰۳ هـ.ش
به اساس پیشنهاد وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و منظوری مقام ریاست الوزرا امارت اسلامی افغانستان، قاری حفیظ الله حازم به حیث رییس جدید توسعه باغداری این وزارت تعین و به. . .

شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۳ - ۱۵:۳
Background image

د کندهار نېش کې اړمنو بزګرانو ته د مېوو بڼونه جوړېږي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په مشرۍ، د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام (یو ان ډي پي) په مالي ملاتړ، د سولې بنسټ مؤسسې په. . .

BACK TO NEWS