د هلمند دکرنې ریاست چارواکو د ملګرو ملتونو له استازو سره وکتل

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۰ - ۱۱:۴۵
د هلمند دکرنې ریاست چارواکو د ملګرو ملتونو له استازو سره وکتل

۱۰ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۹ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۶ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکو په داسې حال کې، چې د هلمند ولایت دکلیو پراختیا او بیا رغونې ریاست د برنامو آمر هم شتون درلود؛ د ملګرو ملتونو د کندهار زون مسوول جیمز او یوشمېر نورو چارواکو سره وکتل.
په دې غونډه کې ښاغلي جیمز هلمند ته د خپل سفر موخه شریکه کړه هغه وویل، چې پلان لري ترڅو د هلمند  په ولایت کې د کرنې په بېلابېلو برخو کې یو شمېر پروژې پیل کړي. دوی د یادو پروژو د ښه او مؤثر تطبیق په برخه کې د لومړیتوبونو په نښه کولو او د کرنې ریاست څخه د همکارۍ غوښته وکړه. 
په ورته وخت کې د هلمند د کرنې ریاست مقام په استازیتوب قاري شفیق الله مبین راغلي پلاوي ته د هرکلي ترڅنګ په دې ولایت کې د پراختیایي پروژو د تطبیق پر مهال د اصولي همکاریو ډاډ ورکړ، هغه همدارنګه هلمند کې د شنو او سړو خونو جوړولو، د اوبومدیریت، د نباتي ناروغیو مخنیو لپاره مجهز لابراتوار، بزګرانو لپاره روزنیز پروګرامونه، کرنیزو محصولاتو ته بازار موندنه او ګڼو نورو پروژو د تطبیق په برخه کې د هغوی څخه د مالي ملاتړ غوښتنه وکړه، ترڅو په پلي کېدو سره یې ددې ولایت د کرنې سکتور په برخه کې بهبود او نوښت رامنځته شي.
د کرنې ریاست د پلان او برنامو د همغږۍ عمومي مدیر قاري شفیق الله مبین دغه راز راغلیو مسؤلینو ته د مؤسساتو د کړنلارې مطابق د کرنیزو چوپړونو وړاندې کولو غوښتنه وکړه او د کرنې ادارې له خوا یې د خدماتو د ترسره کولو پر مهال د ښې همغږۍ رامنځته کولو ډاډ ورکړ.
وروستیو کې د ملګرو ملتونو د کندهار زون مسوول او ورسره مل پلاوي د کرنې ریاست او دکلیو پراختیا او بیا رغونې ریاست مسؤلینو سره ژمنه وکړه چې ددوی  پر غوښتنو او وړاندیزونو به غور کوي او د عملي تطبیق په برخه کې به یې لازم اقدامات ترسره کوي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۷ - ۱۵:۴۵
Background image

پاک‌سازی ۴۰۰ هکتار زمین از ملخ‌های مراکشی در ولسوالی‌های شولگره و زاری

ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بلخ از تداوم کمپاین مجادله علیه ملخ‌های مراکشی در ولسوالی‌های شولگره و زاری این ولایت خبر می‌دهد.
به اساس معلومات آمریت امور زراعتی و مدیریت عمومی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۷ - ۱۰:۵۰
Background image

بازدید وزیر زراعت از مکتب و انستیتوت تنظیم آب در ازبکستان

۲۷ حمل ۱۴۰۳ هـ.ش

مولوی عطاالله عمری، وزیر زراعت، آبیاری و مالداری امارت اسلامی افغانستان، در جریان سفر رسمی‌اش به کشور ازبکستان از یک مکتب و انستیتوت تخصصی تنظیم آب و آبیاری در شهر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۷ - ۹:۵۲
Background image

د هلمند دکرنې رییس د سره صلیب له ولایتي رییس سره وکتل


۲۷ وری ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۸ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د هلمند دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی نیاز محمد وهاج د خپل کار په دفتر کې د سره صلیب نړۍوالې ادارې ولایتي رییس رمضان مصري سره. . .

BACK TO NEWS