ننګرهار کې د افغانستان د کلیو بیا ودانولو مؤسسې له لورې د غنمو ۱۲۰ ننداریزې کروندې کرل شوي

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۲ - ۱۳:۴۲
ننګرهار کې د افغانستان د کلیو بیا ودانولو مؤسسې له لورې د غنمو ۱۲۰ ننداریزې کروندې کرل شوي

 ۲۲ مرغومی ۱۴۰۳ھ.ش
۱۱ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۶ه‍.ق 
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د افغانستان د کلیو بیا ودانولو مؤسسې له لورې د ننګرهار مرکز په ګډون یوولسو ولسوالیو کې د غنمو ۱۲۰ یو جریبه ننداریزې کروندې کرل شوي دي.
د افغانستان د کلیو بیا ودانولو مؤسسې د کرنې برخي مسؤل انجینر فضل الحق وفا وویل، چې د مرکز په ګډون دننګرهار یوو لسو ولسوالېو چپرهار، رودات، کوټ، بټي کوټ، شینوارو، سپین غر، دوربابا، سره رود،کامه، کوزکونړ او نازیانو کې ننداریزې قطعې کرل شوي.
ښاغلي وفا زیاته کړه، چې په هر ولسوالی کې ۱۰ ننداریزې کروندې کرلي، چې موخه یې د غنمو کتاري کرنې ترویج، ډېر حاصل ترلاسه کول او د خوړو خوندیتوب رامنځته کول دي.
دغه راز یاده موسسه په یادو ولسوالیو کې دملګرو ملتونو د کرنې او خوړو ادارې په مالي لګښت ۱۸ زره او ۸۰۰ بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې هم وېشلي دي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

برگزاری جلسه ماهوار سکتور زراعت و انکشاف دهات در ولایت تخار

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه ماهوار سکتور زراعت و انکشاف دهات ولایت تخار به ریاست قاری قطب‌الدین دهنوی رئیس زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت و با اشتراک نمایندگان ادارات دولتی، مسئولان بخش. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

برگزاری جلسه برای حفاظت و تنظیم امور جنگلات افغانستان در وزارت زراعت

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه‌ای به‌منظور بررسی راهکارهای حفاظت و تنظیم امور جنگلات کشور و جلوگیری از قطع و قاچاق چوب، تحت ریاست مولوی بازمحمد فیضان معین آبیاری و منابع قدرتی وزارت زراعت،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۰:۱
Background image

آغاز روند سروی و تثبیت علفچرها در ولایت غور

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه افتتاحیه روند سروی و تثبیت علفچرها در ولایت غور با حضور هیئت اعزامی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و مسئولان اداره محلی این ولایت برگزار شد.
در این جلسه مولوی غوث. . .

BACK TO NEWS