د کندهار پنجوایي کې سلګونه بیوزله بزګرانو ته د غنم اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سره ووېشل شوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۲ - ۱۰:۲۲
د کندهار پنجوایي کې سلګونه بیوزله بزګرانو ته د غنم اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سره ووېشل شوه

د کندهار دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅه، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادراې(ایف. اې. او) په مالې او د (او،اچ،ډبلیو) مؤسسې په تخنیکي همکاري د کندهار دپنجوایي ولسوالی د کرنې او مالدارۍ مسؤلینو تر څارنې لاندې د یادې ولسوالی ۷۵۰ اړمنو بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرې ووېشل شوې.
په دې مرسته کې، هر بزګر ته ۲۵ کیلو د غنمو اصلاح شوي تخم، ۵۰ کیلو سپینه سره او ۵۰ کیلو توره سره ووېشل شوه، چې له یادې مرستې سره به د بزګرانو د کرنیزو حاصلاتو کچه لوړه شي، له کمې ځمکې څخه به زیات حاصل ترلاسه کړي، د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو وېشل به د غنمو په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی رامنځته کړي، چې له امله به بزګران د خپلو اقتصادي اړتیاوو د پوره کولو لپاره له کمې ځمکې څخه هم ښه ګټه پورته کړي.
په ورته وخت کې له دغې مرستې څخه برخمن شوي بزګران هم د کرنې ریاست او یادې ادارې څخه خوښ دی، چې ورسره په اړین وخت کې اړینې مرستې کېږي. 
د یادونې وړ ده، چې د کندهار د ښورابک، ژړۍ، نېش، غورک او یوشمېر نورو ولسوالیو کې زرګونو بزګرانو ته هم دې ته ورته مرستې لړۍ ترسره شوي دي.

خبرهای تازه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۵۸
Background image

آغاز کمپاین ملی نهال‌شانی در ولایت بامیان

۲۷ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
کمپاین ملی نهال‌شانی بهار سال ۱۴۰۵ تحت شعار «غرس نهال صدقهٔ جاریه است» از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری با همکاری مؤسسات همکار در ولایت بامیان رسماً آغاز شد.
این. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۱:۱
Background image

غرس بیش از ۸۰۰۰ قلمه چنار در ریاست زراعت غور

۲۷ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری غور اعلام کرده است که در ادامه کمپاین نهال‌شانی و به مناسبت فرارسیدن سال جدید، بیش از ۸۰۰۰ قلمه چنار از سوی پرسونل این اداره غرس گردیده. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۰:۳۸
Background image

ختم دورهٔ ترجمه و تفسیر قرآن کریم در ریاست زراعت دایکندی

۲۷ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
دورهٔ ترجمه و تفسیر قرآن کریم که از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری و بخش دعوت و ارشاد آن ریاست به‌منظور ارتقای آگاهی دینی، تقویت درک مفاهیم و احکام اسلامی و ایجاد. . .

بازگشت به خبرها