په خوست ولایت کې د یوریا سپرې پروګرام تطبیق شو 

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۲ - ۱۰:۲۰
په خوست ولایت کې د یوریا سپرې پروګرام تطبیق شو 

د خوست ولایت کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو آمریت اړوند د بوټو ساتنې او کرنتین عمومي مدیریت کارمندانو لخوا د دې ریاست مرکزي بڼ په اړوندو ساحو کې د یوریا سپرې پروګرام پلی شو.  
یاد پروګرام د الوچو هایډینسیتي بڼ، د املوکو او شفتالو بڼونو په ساحو کې تطبیق شوی، چې موخه یې د نباتي افتونو مخنیوی دی. د یوریا سپرې هغه وخت استعمالیږي کله چې د ونو تقریباً ۸۰ سلنه پاڼې ورژېږي.  
خلک کولی شي دا محلول په ډېرې آسانۍ د نیم کیلو سپینې یوریا له داسې حل کولو چې شیندلو ته چمتو شي، په لس لیتره اوبو کې په خپلو کورنیو بڼونو کې خپله تیار او استعمال کړي. دا محلول د نباتي افتونو د کنټرول لپاره اغېزمن ثابت شوی او د نبات د لویدلو پاڼو د زر تجزیې سره مرسته کوي.  
د خوست کرنې ریاست وایي، دا پروګرام د بڼوالۍ پرمختګ او د افتونو د اغېزو کمولو لپاره اغېزناک ګام دی، چې د سیمه‌ییزو بڼوالو لپاره به ډېر ګټور وي.

خبرهای تازه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۵۸
Background image

آغاز کمپاین ملی نهال‌شانی در ولایت بامیان

۲۷ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
کمپاین ملی نهال‌شانی بهار سال ۱۴۰۵ تحت شعار «غرس نهال صدقهٔ جاریه است» از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری با همکاری مؤسسات همکار در ولایت بامیان رسماً آغاز شد.
این. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۱:۱
Background image

غرس بیش از ۸۰۰۰ قلمه چنار در ریاست زراعت غور

۲۷ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری غور اعلام کرده است که در ادامه کمپاین نهال‌شانی و به مناسبت فرارسیدن سال جدید، بیش از ۸۰۰۰ قلمه چنار از سوی پرسونل این اداره غرس گردیده. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۰:۳۸
Background image

ختم دورهٔ ترجمه و تفسیر قرآن کریم در ریاست زراعت دایکندی

۲۷ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
دورهٔ ترجمه و تفسیر قرآن کریم که از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری و بخش دعوت و ارشاد آن ریاست به‌منظور ارتقای آگاهی دینی، تقویت درک مفاهیم و احکام اسلامی و ایجاد. . .

بازگشت به خبرها