هلمند کې د کرنیزو ځمکو د اصلاح لپاره د زابرانو پاکولو چارې روانې دي 

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۳ - ۱۴:۲۴
هلمند کې د کرنیزو ځمکو د اصلاح لپاره د زابرانو پاکولو چارې روانې دي 

۳ مرغومې ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۱ جُمَادَى الثاني۱۴۴۶ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست څو ورځې وړاندې د کرنیزو ځمکو د اصلاح لپاره د شپږو زابرانو د پاکولو چارې پیل کړې، چې تر دې دمه یې چارې په ښه ډول روانې دي.  
په دې پروژه کې د ۳۲ کیلومتره اوږدوالي لرونکي شپږ زابرانو پاکول شامل دي، چې په مرکز لښکرګاه، ناوې، او باباجي ولسوالیو کې موقعیت لري. تر دې دمه د سلیمان شازو د زابر لومړۍ برخه بشپړه شوې او د دویمې برخې کار روان دی.  
د دې پروژې موخه د کرنیزو ځمکو ساتنه، د اضافي اوبو لرې کول، د کرنیزو محصولاتو د ودې ښه کول، د خاورې د تخریب مخنیوی، د ودانیو ساتنه، د صحي چاپېریال رامنځته کول او د طبیعي زېرمو ساتنه ده.  
د یادونې وړ ده چې د دې چارې بشپړیدو سره به کرنیزې ځمکې لا حاصلخېزې شي او د کروندګرو لپاره به ښه فرصتونه برابر شي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

برگزاری جلسه ماهوار سکتور زراعت و انکشاف دهات در ولایت تخار

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه ماهوار سکتور زراعت و انکشاف دهات ولایت تخار به ریاست قاری قطب‌الدین دهنوی رئیس زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت و با اشتراک نمایندگان ادارات دولتی، مسئولان بخش. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

برگزاری جلسه برای حفاظت و تنظیم امور جنگلات افغانستان در وزارت زراعت

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه‌ای به‌منظور بررسی راهکارهای حفاظت و تنظیم امور جنگلات کشور و جلوگیری از قطع و قاچاق چوب، تحت ریاست مولوی بازمحمد فیضان معین آبیاری و منابع قدرتی وزارت زراعت،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۰:۱
Background image

آغاز روند سروی و تثبیت علفچرها در ولایت غور

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه افتتاحیه روند سروی و تثبیت علفچرها در ولایت غور با حضور هیئت اعزامی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و مسئولان اداره محلی این ولایت برگزار شد.
در این جلسه مولوی غوث. . .

BACK TO NEWS