د پکتیکا ولایت ۹۰۰ مستحقو بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سره وویشل شوه
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو امریت تر څارنې لاندې، د کلیو بیا ودانولو مووسسې په وړممي ولسوالۍ کې ۹۰۰ مستحقو بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وېش پیل کړ. د دې وېش لپاره سروې له وړاندې بشپړه شوې وه.
یاده دې وي چې یاده مووسسه به بزګرانو ته د خپلو کارمندانو له لارې تخنیکي روزنه هم برابره کړي، ترڅو د اصلاح شویو تخمونو او سرې اغېز په ښه توګه عملي شي.