هلمند کې زرګونو څارویو ته د چنجیو ضد درمل پلي کېږي 

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۹ - ۱۱:۱۰
هلمند کې زرګونو څارویو ته د چنجیو ضد درمل پلي کېږي 

۲۹ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۷ جُمَادَى الثاني۱۴۴۶ه‍.ق
دهلمند ولایت د کرنې،  اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، دافغانستان لپاره د هالینډ کمېټې په مالي همکارۍ دمرکز لښکرګاه په کډون په اتو ولسوالیو کې د ځایي مالدارانو څارویو ته د چنجیو ضد درملو د تطبیق چاري پیل شوې.
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت مسؤلینو د معلوماتو له مخې، دغه حیواني درمل د لښکرګاه ښار په ګډون د باباجي، ګرشک، سنګین، کجکي، خانشین، نادعلي، مارجې او نهرسراج ولسوالیو کې ۳۰ زره او ۹۰۰ وړو او لویو شخوند وهونکو څارویو ته تطبیقیږي، چې له مخې به یې په دغو څارویو کې د مړینې کچه راټیټه شي.
د یادو درملو د تطبیق موخه په لویو او وړو شخوند وهونکو څارویو کې د داخلي پرازیتونو، چینجیو له منځه وړلو،  د محصولاتو زیاتوالي، د حیواناتو د مړینې د کچې کموالی او د مالدارانو د عاید لوړوالې په موخه ورکول کېږي.  
باید وویل شي، چې په څارویو کې چینجي کولی شي د حیواناتو بدن کمزوری کړي، غذایي مواد وکاروي او ډول ډول ناروغۍ رامنځته کړي، د چینجیو ضد درمل د دې ستونزو مخه نیسي او د څارویو روغتیا ساتي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

برگزاری جلسه ماهوار سکتور زراعت و انکشاف دهات در ولایت تخار

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه ماهوار سکتور زراعت و انکشاف دهات ولایت تخار به ریاست قاری قطب‌الدین دهنوی رئیس زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت و با اشتراک نمایندگان ادارات دولتی، مسئولان بخش. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

برگزاری جلسه برای حفاظت و تنظیم امور جنگلات افغانستان در وزارت زراعت

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه‌ای به‌منظور بررسی راهکارهای حفاظت و تنظیم امور جنگلات کشور و جلوگیری از قطع و قاچاق چوب، تحت ریاست مولوی بازمحمد فیضان معین آبیاری و منابع قدرتی وزارت زراعت،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۰:۱
Background image

آغاز روند سروی و تثبیت علفچرها در ولایت غور

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه افتتاحیه روند سروی و تثبیت علفچرها در ولایت غور با حضور هیئت اعزامی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و مسئولان اداره محلی این ولایت برگزار شد.
در این جلسه مولوی غوث. . .

BACK TO NEWS