په کونړ کې د کرنې سکتور او همکارو مؤسسو د همغږۍ ناسته ترسره شوه 

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۸ - ۹:۱۱
په کونړ کې د کرنې سکتور او همکارو مؤسسو د همغږۍ ناسته ترسره شوه 

د کونړ ولایت د کرنې ریاست په تالار کې د کرنې ریاست د کرنیزو خدمتونو آمر نجیب الله عادل په مشرۍ د ۱۴۰۳ کال لیندۍ میاشتې د اس ډبلیو جي میاشتنۍ غونډه ترسره شوه. په دې غونډه کې د کرنې ریاست اداري پرسونل او د یاد ریاست اړوند ټولو غیر دولتي مؤسسو مسؤلینو ګډون وکړ. ناسته د شپول دفتر کارمند قاري روح‌الله محمدي د قران عظیم الشان مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه.  
د کرنیزو خدمتونو آمر ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست وویل او د غیر دولتي مؤسسو د فعالیتونو ستاینه یې وکړه. وروسته د مؤسسو استازو په نوبت د لیندۍ میاشتې فعالیتونه وړاندې کړ.
په دې غونډه کې  د شپول مؤسسې همکار قاري روح‌الله محمدي د «ځان‌بسیاینې ته د ګرځېدو پر لور» پروژې د درې میاشتني تمدید په اړه معلومات شریک کړل.
دغه راز د اف جي اې دفتر ولایتي مسؤل وویل، چې د غنمو اصلاح شوي تخم او سرو د رڼې وېش چارې په ډېری ولسوالیو کې بشپړې شوې او پاتې بزګرانو ته به ژر ووېشل شي. همدارنګه د اسلامیک ریلیف دفتر استازي د سرکاڼو او نرهنګ ولسوالیو بزګرانو ته د ګنیو قلمو او سرو د وېش په اړه راپور ورکړ. سربېره پر دې د ایټالویانو دفتر استازي محمد فهیم د نوې پروژې په اړه وویل، چې د کارمندانو د استخدام بهیر روان دی، او ډېر ژر به په نورګل ولسوالۍ کې چارې پیل شي او په پای کې د نورو مؤسسو، لکه ډي آر سي، استازو هم د خپلو فعالیتونو او راتلونکو پلانونو په اړه خبرې وکړې.
د کرنې ریاست متخصصینو د کروندګرو اړوند مهمې غوښتنې او اړین موضوعات غونډې ته وړاندې کړل. په پای کې د غونډې پایله مثبته وارزول شوه، د مؤسسو استازو د فعال ګډون ستاینه وشوه او له هغوی څخه د کرنې سکتور په برخه کې د لا زیاتو همکاریو غوښتنه وشوه. غونډه د دعا په ویلو سره پای ته ورسېده.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

برگزاری جلسه ماهوار سکتور زراعت و انکشاف دهات در ولایت تخار

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه ماهوار سکتور زراعت و انکشاف دهات ولایت تخار به ریاست قاری قطب‌الدین دهنوی رئیس زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت و با اشتراک نمایندگان ادارات دولتی، مسئولان بخش. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

برگزاری جلسه برای حفاظت و تنظیم امور جنگلات افغانستان در وزارت زراعت

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه‌ای به‌منظور بررسی راهکارهای حفاظت و تنظیم امور جنگلات کشور و جلوگیری از قطع و قاچاق چوب، تحت ریاست مولوی بازمحمد فیضان معین آبیاری و منابع قدرتی وزارت زراعت،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۰:۱
Background image

آغاز روند سروی و تثبیت علفچرها در ولایت غور

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه افتتاحیه روند سروی و تثبیت علفچرها در ولایت غور با حضور هیئت اعزامی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و مسئولان اداره محلی این ولایت برگزار شد.
در این جلسه مولوی غوث. . .

BACK TO NEWS