پکتیکا ولایت کې ضبط شوو لرګیو څخه، د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ  رییس لیدنه 

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۸ - ۱۱:۳۵
پکتیکا ولایت کې ضبط شوو لرګیو څخه، د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ  رییس لیدنه 

۱۸ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۷ جُمَادَى الثاني۱۴۴۶ه‍.ق
د پکتیکا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمدزمان عمري  او  د کمېټې غړو د امارتي ځواکونو له‌خوا ضبط شوو لرګيو څخه ليدنه وکړه.
ددې لیدنې په ترڅ کې یادو چارواکو د انتقال پروسې څخه له نږدې څآرنه وکړه، چې یاده پروسه په منظم شکل روانه ده او نږدې ورځو کې به ټول ضبط شوي لرګي مرکز کابل ته انتقال شي.
دا ليدنه د دې لپاره ترسره شوه چې د اسلامي امارت د فرمان د تطبيق له بهير څخه، چې د ځنګلي لرګيو راټولولو او ضبط او د قاچاق د مخنيوي په اړه دی، څارنه وشي.
د پکتیکا د اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست رییس په دې ليدنه کې د ملي سرمايې په توګه د ځنګلونو د ساتنې پر اهمیت ټينګار وکړ او د دې برنامې د تطبيق په برخه کې یې د سيمه‌ييزو ځواکونو هڅې وستايلې.
د ځنګلونو د پرېکولو مخنیوی د اسلامي امارت د هغو جدي اقداماتو يوه برخه ده، چې د طبيعي سرچینو د ساتنې او په هېواد کې د ځنګلونو له منځه تلو د مخنيوي لپاره ترسره کېږي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

برگزاری جلسه ماهوار سکتور زراعت و انکشاف دهات در ولایت تخار

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه ماهوار سکتور زراعت و انکشاف دهات ولایت تخار به ریاست قاری قطب‌الدین دهنوی رئیس زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت و با اشتراک نمایندگان ادارات دولتی، مسئولان بخش. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

برگزاری جلسه برای حفاظت و تنظیم امور جنگلات افغانستان در وزارت زراعت

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه‌ای به‌منظور بررسی راهکارهای حفاظت و تنظیم امور جنگلات کشور و جلوگیری از قطع و قاچاق چوب، تحت ریاست مولوی بازمحمد فیضان معین آبیاری و منابع قدرتی وزارت زراعت،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۰:۱
Background image

آغاز روند سروی و تثبیت علفچرها در ولایت غور

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه افتتاحیه روند سروی و تثبیت علفچرها در ولایت غور با حضور هیئت اعزامی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و مسئولان اداره محلی این ولایت برگزار شد.
در این جلسه مولوی غوث. . .

BACK TO NEWS