هلمند کې له بزګرانو د مازادو غنمو پیرلو په موخه د ګڼو بنسټونو چاروکو سره ناسته وشوه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۹/۱۷ - ۹:۲۸
هلمند کې له بزګرانو د مازادو غنمو پیرلو په موخه د ګڼو بنسټونو چاروکو سره ناسته وشوه

د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوي نیازمحمد وهاج په داسې حال کې، چې د همدې ریاست د کرنیزو چارو آمر احمد محب او د طبعي سرچینو آمر قاري مولوي دین محمد مغفور هم شتون درلود دکوپراتیفونو، کرنیزو شرکتونو، علافانو او بزګرانو سره ناسته وکړه. 
په دغه ناسته کې دهلمند د کرنې رییس وویل، چې هلمند کې مو د غنمو د پیرودلو سهم پوره شوی دی خو مرکز کابل ته یې د مازادو غنمو د انتقال په اړه ګډونوالو څخه غوښتنه وکړه، ترڅو هغه مقدار غنم چې د هلمند لپاره یې سهمیه تعین شوې ده کابل ته باید په معین وخت کې د طرزالعمل مطابق ولیږدول شي.
دهلمند دکرنې رییس راغلو ګډونوالو ته وویل، چې غنم مو د ځانګړې کمیټې لخوا په همدې ولایت کې له نږدې لیدل کیږي، هغه غنم چې پاک، د کړنلارې مطابق او د انتقال وړ وي درته په نښه کېږي او بیا کابل ته لېږلو ته اجازه درکول کېږي، ترڅو له یوې خوا مو غنم له مستردیدو څخه وژغورل شي او له بلې خوا درته مالي زیان ونه رسېږي.
د غونډې ګډونوالو په پیل کې په ازاد بازار کې د غنمو د بیې د لوړېدو خبره وکړه او وې ویل، چې دامهال د هلمند ازاد بازار لوړ دی خو بیا هم هڅه کوو ترڅو دغه سهم پوره کړو او مرکز ته یې ولیږدوو.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

برگزاری جلسه ماهوار سکتور زراعت و انکشاف دهات در ولایت تخار

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه ماهوار سکتور زراعت و انکشاف دهات ولایت تخار به ریاست قاری قطب‌الدین دهنوی رئیس زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت و با اشتراک نمایندگان ادارات دولتی، مسئولان بخش. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

برگزاری جلسه برای حفاظت و تنظیم امور جنگلات افغانستان در وزارت زراعت

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه‌ای به‌منظور بررسی راهکارهای حفاظت و تنظیم امور جنگلات کشور و جلوگیری از قطع و قاچاق چوب، تحت ریاست مولوی بازمحمد فیضان معین آبیاری و منابع قدرتی وزارت زراعت،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۰:۱
Background image

آغاز روند سروی و تثبیت علفچرها در ولایت غور

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه افتتاحیه روند سروی و تثبیت علفچرها در ولایت غور با حضور هیئت اعزامی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و مسئولان اداره محلی این ولایت برگزار شد.
در این جلسه مولوی غوث. . .

BACK TO NEWS