د ننګرهار د زیتونو سږني حاصلات څه باندې ۱۳۰۰ ټنه اټکل شوي

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۶ - ۱۲:۲۷
د ننګرهار د زیتونو سږني حاصلات څه باندې ۱۳۰۰ ټنه اټکل شوي


۶ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار د کانال شرکت چارواکي وایي، چې سږ کال به د زیتونو فارمونه د اټکل له مخې شاوخوا ۱۳۰ زره لیټره حاصل ورکوي او زرګونه لیټره خالص تېل به ترې تر لاسه شي.
د ننګرهار د کانال شرکت چارواکي وایي، چې سږکال به د ننګرهار کانال اړوند د زیتونو له بڼونو څخه څه باندې ۱۳۰۰ ټنه حاصل تر لاسه شي، چې د تېر کال په پرتله ډېر شوي دي. د حاصل د زیاتوالي لامل د زیتونو بڼونو ته پاملرنه او د یادو بڼونو سمه ساتنه ده.
همدا راز دوی زياته کړه، چې د ننګرهار د کانال ریاست اړوند پر ۳۱۰۰ هکټاره ځمکه د زیتونو بڼونه جوړوو. د دې بڼونو ډېرې ونې د کورنیو جګړو پر مهال له منځه وړل شوې دي، چې له نېکه مرغه په وروستیو کلونو کې پر ۵۵۰ جریبه ځمکه د زیتونو نوي بڼونه جوړ شوي او اوسمهال یې یوازې نږدې ۱۸۰۰ هکټاره بڼونه زیتون ورکوي، خو  د ننګرهار کانال شرکت عمومي رئیس سید محمد نعیم وايي، په پلان کې لري چې ننګرهار کې پر نوره ځمکه هم د زیتونو بڼونه جوړ کړي.
د کانال ریاست د مسولینو په وینا، د زیتونو دغو بڼونو کې سلګونو کسانو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول کاري فرصتونه هم برابر شوي.
د مالوماتو له مخې د ننګرهار زیتونو افغانستان پر اسپانيا، ایټاليا، یونان او امريکا سربېره د ۲۵ نورو زیتون تولیدوونکو هېوادونو په کتار کې درولی دی.
ننګرهار دهېواد د هغو ولایتونو په ډله کې دی، چې د زیتونو حاصلات په کې ډېر دی او هر کال د دې مېوې د حاصلاتو زیاتوالی په پار هلې ځلې کېږي. د ننګرهار کانال شرکت پلان لري، چې ننګرهار کې پر لسګونه هکټاره ځمکه د زیتونو تازه بڼونه جوړ کړي.
زیتون له مدیترانه یي نباتاتو څخه دی، چې کال کې یووار ترې حاصل راټولېږي او تر پروسس وروسته لس سلنه د زیتونو تېل ترې لاسته راځي.

خبرهای تازه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

بازدید معین مالی و اداری وزارت زراعت از ریاست زراعت کندز

۱ سنبله ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی نورالدین عمیر معین مالی و اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، در جریان سفر رسمی به ولایت کندز، از ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت بازدید و با مسئولان و. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۴۶
Background image

توزیع ۲۰۰ دستگاه میوه‌خشک‌کن برای حمایت از معیشت خانواده‌ها در دایکندی

۱ سنبله ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت دایکندی، با همکاری مؤسسه ارتقای اجتماعی (SO) و حمایت مالی دفتر سازمان خوراک و زراعت ملل متحد (FAO)، ۲۰۰ دستگاه میوه‌خشک‌کن را برای. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۹:۱۰
Background image

توزیع بسته‌های مالداری برای حمایت از معیشت ۲۹ خانواده در دایکندی

۱ سنبله ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت دایکندی، در همکاری با کمیته ناروی برای افغانستان، بسته‌های حمایتی مالداری را برای ۲۹ زن مستحق از خانواده‌های بی‌بضاعت، مهاجر و بدون. . .

بازگشت به خبرها