د ننګرهار کانال شرکت: سږکال د مالټو حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی تمه کېږي

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۹ - ۱۲:۲۳
د ننګرهار کانال شرکت: سږکال د مالټو حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی تمه کېږي

۲۹ لړم ۱۴۰۳هـ.ش
۱۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶هـ.ق
د ننګرهار کانال شرکت، چې په پراخو او حاصلخیزو ځمکو باندې موقعیت لري او د کښت لپاره په درېیو فصلونو کې مناسب شرایط وړاندې کوي، سره له دې چې د تېرو میاشتو بارانونو او ږلۍ یې د مالټو بڼونه یو څه زیانمن کړي، سږکال د مالټو حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی تمه کېږي. د دې زیاتوالي له امله د بزګرانو عواید به لوړیږي او سیمه‌ییز اقتصاد ته به وده ورکړل شي.
د ننګرهار کانال امارتي شرکت په خپلو ځمکو کې د مالټو، کینو، سنګترې، نارنج، لیمو او ترنجو د بڼوالۍ لپاره ځانګړې هڅې کړې دي. خوشبختانه، د بڼوالۍ او دې برخې کاروبار په پراختیا کې دی، او د مالټو حاصلات به یې سږکال د تېر کال په پرتله زیات شي. راټولونه به یې په نږدې ورځو کې پیل شي.
ننګرهار، چې په افغانستان کې د مالټو یو له مهمو تولیدوونکو سیمو څخه دی، هر کال د دې مېوې په تولید کې د پام وړ ونډه لري. د حاصلاتو زیاتوالی به د سیمه‌ییز اقتصاد وده ورکړي او د بزګرانو عواید به لوړ کړي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

برگزاری جلسه ماهوار سکتور زراعت و انکشاف دهات در ولایت تخار

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه ماهوار سکتور زراعت و انکشاف دهات ولایت تخار به ریاست قاری قطب‌الدین دهنوی رئیس زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت و با اشتراک نمایندگان ادارات دولتی، مسئولان بخش. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

برگزاری جلسه برای حفاظت و تنظیم امور جنگلات افغانستان در وزارت زراعت

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه‌ای به‌منظور بررسی راهکارهای حفاظت و تنظیم امور جنگلات کشور و جلوگیری از قطع و قاچاق چوب، تحت ریاست مولوی بازمحمد فیضان معین آبیاری و منابع قدرتی وزارت زراعت،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۰:۱
Background image

آغاز روند سروی و تثبیت علفچرها در ولایت غور

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه افتتاحیه روند سروی و تثبیت علفچرها در ولایت غور با حضور هیئت اعزامی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و مسئولان اداره محلی این ولایت برگزار شد.
در این جلسه مولوی غوث. . .

BACK TO NEWS