غورک ولسوالی ته د ځمکو اجارې ورکولو په موخه د کندهار د کرنې ریاست په مشرۍ دګډ پلاوی سفر پای ته ورسېد

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۶ - ۱۰:۱۰
غورک ولسوالی ته د ځمکو اجارې ورکولو په موخه د کندهار د کرنې ریاست په مشرۍ دګډ پلاوی سفر پای ته ورسېد

 ۲۶ لړم ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۴ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهارد کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په مشرۍ غورک ولسوالی ته د ځمکو اجاري ورکولو په موخه دګډ پلاوی سفر پای ته ورسید. ددې سفر په ترڅ کې د کندهار د کرنې ریاست د اراضي آمر عبدالنصیر (صفت الله)، د اجارې عمومي مدیر الحاج مولوی خان محمد انقیادي، د کندهار ولایت مقام، ابتدائیه محکمي، امنیه قومندانۍ، استخباراتو، آمر باالمعروف استازو، غورک ولسوالی د کرنې او مالداري مسؤلینو او اراضي آمریت یو شمېر چارواکو ګډون درلود.
د یاد سفر په ترڅ کې د غورک ولسوالی دورجان، دولمۍ، چنارک، بلاع، برغوان، چلمه، کولي حوت، ګردن او چمن سیمو څخه لیدنه وسوه چې په یایله کې د یادې ولسوالۍ هري سیمي ته په کتو سره یادې سیمي کټګوري شوي او د یادو سیمو څخه دري کټګوري ځمکې جوړ شوي او وروسته ورته د جریب له واحده د اجارې بیې وټاکل شوه. او یادې بیې د ځایې اوسیدونکو سره شریک کړل شوه. 
د ځمکو اجارو څخه وروسته د ځایې اوسیدونکو سره غونډه دائره شوه، چې د یادو غونډو کې د اجارې ټول شرطونه ورته روښانه شوه او ځیني پریکړې هم ونیول شوې. په ځانګړې توګه، د دولمۍ او مرجه ترمنځ اوږدمهاله دعوه حل شوه او د منازعې له لارې یې ستونزه هواره شوه، چې دا د سیمې اوسېدونکو ته لویه لاسته راوړنه وه.
په ورته وخت کې ځایې اوسیدونکي زیات خوښ دی، چې د دوی مشکل حل په موخه ورسره همکاري کېږي.
د یادونې وړ ده، چې یاد کډ پلاوی به په نږدي راتلونکو ورځو کې هم غورک ولسوالی ته د اجارې ځمکو وېشنې په پار رسمي سفر ولري. چې په ترڅ کې به یې د سیمو ځایې اوسیدونکو ته ځمکې د اجارې پر بنیاد ووېشل شي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

برگزاری جلسه ماهوار سکتور زراعت و انکشاف دهات در ولایت تخار

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه ماهوار سکتور زراعت و انکشاف دهات ولایت تخار به ریاست قاری قطب‌الدین دهنوی رئیس زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت و با اشتراک نمایندگان ادارات دولتی، مسئولان بخش. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

برگزاری جلسه برای حفاظت و تنظیم امور جنگلات افغانستان در وزارت زراعت

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه‌ای به‌منظور بررسی راهکارهای حفاظت و تنظیم امور جنگلات کشور و جلوگیری از قطع و قاچاق چوب، تحت ریاست مولوی بازمحمد فیضان معین آبیاری و منابع قدرتی وزارت زراعت،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۰:۱
Background image

آغاز روند سروی و تثبیت علفچرها در ولایت غور

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه افتتاحیه روند سروی و تثبیت علفچرها در ولایت غور با حضور هیئت اعزامی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و مسئولان اداره محلی این ولایت برگزار شد.
در این جلسه مولوی غوث. . .

BACK TO NEWS