خوست کې ۳۴۶ بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخمونو او سرې مرسته ووېشل شوه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۴ - ۱۳:۳۱
خوست کې ۳۴۶ بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخمونو او سرې مرسته ووېشل شوه

۲۴ لړم ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د خوست ولایت علیشیرو او تریزیو ولسوالیو کې ۳۴۶ مستحقو بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې. دغه مرسته د خوست د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست او د (ان اې سي) مؤسسې په همکارۍ، د علیشیرو او تریزیو ولسوالۍ د کرنیزو چارو عمومي مدیریت تر څار لاندې ترسره شوه.
په دې وېش کې هر بزګر ته ۵۰ کیلوګرامه د غنمو اصلاح شوی تخم، ۵۰ کیلو توره سره او ۵۰ کیلو سپینه سره ورکړل شوه. یاده مرسته د بزګرانو حاصلاتو لوړولو، کرنیزو فعالیتونو پیاوړتیا او د بزګرانو اقتصادي وضعیت ښه کولو په موخه چمتو شوې ده.
د کرنې ریاست په وینا، دغه ډول پروګرامونه په خوست کې د کرنې د پرمختګ او د بزګرانو ملاتړ لپاره مهم ګڼل کېږي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

برگزاری جلسه ماهوار سکتور زراعت و انکشاف دهات در ولایت تخار

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه ماهوار سکتور زراعت و انکشاف دهات ولایت تخار به ریاست قاری قطب‌الدین دهنوی رئیس زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت و با اشتراک نمایندگان ادارات دولتی، مسئولان بخش. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

برگزاری جلسه برای حفاظت و تنظیم امور جنگلات افغانستان در وزارت زراعت

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه‌ای به‌منظور بررسی راهکارهای حفاظت و تنظیم امور جنگلات کشور و جلوگیری از قطع و قاچاق چوب، تحت ریاست مولوی بازمحمد فیضان معین آبیاری و منابع قدرتی وزارت زراعت،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۰:۱
Background image

آغاز روند سروی و تثبیت علفچرها در ولایت غور

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه افتتاحیه روند سروی و تثبیت علفچرها در ولایت غور با حضور هیئت اعزامی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و مسئولان اداره محلی این ولایت برگزار شد.
در این جلسه مولوی غوث. . .

BACK TO NEWS