د کندهار پنجوایي کې د ځنګلونو پرې کولو مخنیوي او پوهاوي لپاره څارنه ترسره شوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۳ - ۱۵:۲۰
د کندهار پنجوایي کې د ځنګلونو پرې کولو مخنیوي او پوهاوي لپاره څارنه ترسره شوه

۲۳ لړم ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۱ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د پنجوایي ولسوالی ځنګلونو او څړځایونو د تنظیم مدیر په مشرۍ د یادې ولسوالی ډورۍ غاړې ځنګلونو د پرې کولو مخنیوي، ساتنې او پوهاوي په موخه څارنه وکړه. په دې ترڅ کې، د سیمې اوسېدونکو او مالدارانو ته د ځنګلونو پرې کولو مخنیوي، ساتنې او ارزښت په اړه معلومات وړاندې شول.
مسؤولینو د سیمې اوسېدونکو ته په ټینګار سره وویل: چې د ځنګلونو پرې کولو څخه ډډه وکړي، ساتنې ته دې یې پام کوي او د هر ډول تخریب او زیان څخه دې ساتي. د یادې څارنې موخه د طبیعي شتمنیو په ارزښت باندې د سیمې اوسېدونکو پوهول و چې د ځنکلونو د پرې کولو څخه ډډه وکړي.
مسؤولینو زیاته کړه چې هېڅ ډول زیانمن فعالیت ته به اجازه ور نه کړي او په دې برخه کې به جدي اقدامات ترسره شي.
یاده دې وي چې د پنجوایي ولسوالی ترڅنګ د ارغنداب ولسوالۍ کې هم د طبیعي شتمنیو څارنه په منظم ډول ترسره کېږي او ځایي اوسېدونکو ته عامه پوهاوی ورکول کېږي ترڅو د کندهار طبیعي سرچینې د تخریب څخه وساتل شي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

برگزاری جلسه ماهوار سکتور زراعت و انکشاف دهات در ولایت تخار

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه ماهوار سکتور زراعت و انکشاف دهات ولایت تخار به ریاست قاری قطب‌الدین دهنوی رئیس زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت و با اشتراک نمایندگان ادارات دولتی، مسئولان بخش. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

برگزاری جلسه برای حفاظت و تنظیم امور جنگلات افغانستان در وزارت زراعت

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه‌ای به‌منظور بررسی راهکارهای حفاظت و تنظیم امور جنگلات کشور و جلوگیری از قطع و قاچاق چوب، تحت ریاست مولوی بازمحمد فیضان معین آبیاری و منابع قدرتی وزارت زراعت،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۰:۱
Background image

آغاز روند سروی و تثبیت علفچرها در ولایت غور

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه افتتاحیه روند سروی و تثبیت علفچرها در ولایت غور با حضور هیئت اعزامی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و مسئولان اداره محلی این ولایت برگزار شد.
در این جلسه مولوی غوث. . .

BACK TO NEWS