د کندهار ډنډ کې یوشمېر مالداران وروزل شول

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۱ - ۱۵:۲۴
د کندهار ډنډ کې یوشمېر مالداران وروزل شول

۲۱ لړم ۱۴۰۳ه‍.ش
۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د اروپایي ټولنې په مالي او د هالنډ کمېټې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د ډنډ ولسوالی ۲۰ مالدارانو ته د څارویو د ژمني خوراکي توکو «یوریا ټریټمنټ» لارې چارې په عملي او نظري ډول وښودل شوه.
یاده خوراکه له نایتروجن څخه غني خوراکه ده، چې په ژمي موسم کې د څارویو لپاره د خوراک په موخه استفاده کېږ، بیه یې ارزانه، او اغیزه یې زیاته ده، چې د یادې خوارکَي په مټ به مالدارانو ته د ګران بیه حیواني خوراکي بدیل پیدا شي، د مالدارۍ محصولات به کمو امکاناتو زیات شي او ترڅنګ یې د مالدرانو اقتصادي وضیعت نور هم ښه شي.
د یادې حیوانې خوراکي جوړولو لپاره سپینه سره په اوبو کې په ښه ډول سره حل کېږي، دغه محلول وروسته په واښه یا پروړو باندې پاشل کېږي، چې موخه یې د پروټین کچه لوړول دي. وروسته بیا یاد حیواني غذا د ۲۰ څخه تر ۲۵ ورځو پوري د خارو لاندې ساتل کېږي، چې هوا ورته داخله نه شي، ترڅو یوریا ښه جذب شي. له هغه نه وروسته دغه غذا څارویو ته ورکول کېږي.
د یادونې وړ ده، چې هالنډ کمیټه به د  کندهار په ډنډ، ارغنداب او پنجوایې ولسوالۍ کې (۲۰۰) تنه مالدارانو ته په ګروپي ډول سره یاده حیواني خوراکي جوړولو طریقه وښیي، ترڅو د مالدارانو اقتصادي وضیعت ښه او د مالدارۍ سکتور پرمختګ وکړي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

برگزاری جلسه ماهوار سکتور زراعت و انکشاف دهات در ولایت تخار

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه ماهوار سکتور زراعت و انکشاف دهات ولایت تخار به ریاست قاری قطب‌الدین دهنوی رئیس زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت و با اشتراک نمایندگان ادارات دولتی، مسئولان بخش. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

برگزاری جلسه برای حفاظت و تنظیم امور جنگلات افغانستان در وزارت زراعت

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه‌ای به‌منظور بررسی راهکارهای حفاظت و تنظیم امور جنگلات کشور و جلوگیری از قطع و قاچاق چوب، تحت ریاست مولوی بازمحمد فیضان معین آبیاری و منابع قدرتی وزارت زراعت،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۰:۱
Background image

آغاز روند سروی و تثبیت علفچرها در ولایت غور

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه افتتاحیه روند سروی و تثبیت علفچرها در ولایت غور با حضور هیئت اعزامی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و مسئولان اداره محلی این ولایت برگزار شد.
در این جلسه مولوی غوث. . .

BACK TO NEWS