ننګرهار کې به اړتیا ته په کتو د څارویو په برخه کې پروژې ډیزاین او پلي کېږي

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۱ - ۱۱:۱۸
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن د افغانستان لپاره د هالنډ کمېټې داجرایوي رییس ډاکټر چالچو نیګوس اګونافیر، د یادې کمېټې د د بورډ غړی داکتر ابرام یمرزل، دهمدې دفتر د بهرنیو اړیکو سلا کار داکتر رایمون بریسکو، د پروګرامونو مسؤل داکتر فریدون قیومي او ولایتي مسؤلینو سره په ننګرهار کې د هالینډ کمېټې د لاسته راوړنو، ستونزو او راتلوونکي پروګرامونو دهمغږۍ په پار ناسته ترسره کړه.

۲۱ لړم ۱۴۰۳ه‍.ش
۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق

ددې ناستې په ترڅ کې ډاکټر ابرام یمرزل د ننګرهار د کرنې رییس د همکارۍ او غوره همغږۍ څخه مننه وکړه او هم یې په ننګرهار کې د خپلو ترسره کړو تطبیق کړو پروژو خوښ وښوده.
نوموړې وویل، چې دوی غواړي په ننګرهار کې دمالدارۍ په سکتور کې د کرنې ریاست سره په همغږۍ اړتیا ته په کتو خپلې پروژې ډیزاین او پلي کړي.
هغه وویل موږ پر هغو پروژو کار کوو چې د مالدارۍ سکتور دپیاوړتیا سربېره خلکو ته د کار زمینه هم برابره شي.
د ننګرهارد  کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن د هالینډ کمېټې له کړنو خوښي وښوده او ا.ا.ا د نافذه قوانینو په رڼا کې د هر راز همکارۍ او همغږۍ ډاډ څرګند کړ.
ښاغلي محسن په ننګرهار کې د طبق، پوستکو ددانو ناروغۍ، طاعون، لیوني سپي ناروغیو واکسینونو، شېدو مرکزونو، د څارویو د درملنې  کلینیکونو جوړولو، د مرکزي لابراتوار تخنیکي وسایلو مرسته او د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په برخه کې د همکاریو غوښتنه وکړه.

خبرهای تازه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۵۸
Background image

آغاز کمپاین ملی نهال‌شانی در ولایت بامیان

۲۷ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
کمپاین ملی نهال‌شانی بهار سال ۱۴۰۵ تحت شعار «غرس نهال صدقهٔ جاریه است» از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری با همکاری مؤسسات همکار در ولایت بامیان رسماً آغاز شد.
این. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۱:۱
Background image

غرس بیش از ۸۰۰۰ قلمه چنار در ریاست زراعت غور

۲۷ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری غور اعلام کرده است که در ادامه کمپاین نهال‌شانی و به مناسبت فرارسیدن سال جدید، بیش از ۸۰۰۰ قلمه چنار از سوی پرسونل این اداره غرس گردیده. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۰:۳۸
Background image

ختم دورهٔ ترجمه و تفسیر قرآن کریم در ریاست زراعت دایکندی

۲۷ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
دورهٔ ترجمه و تفسیر قرآن کریم که از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری و بخش دعوت و ارشاد آن ریاست به‌منظور ارتقای آگاهی دینی، تقویت درک مفاهیم و احکام اسلامی و ایجاد. . .

بازگشت به خبرها