خوست کې د کبانو روزنې او هچرۍ جوړولو پروژې چارې وڅارل شوې

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۱ - ۱۰:۲۷
خوست کې د کبانو روزنې او هچرۍ جوړولو پروژې چارې وڅارل شوې

د خوست ولایت کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په څارنه کې د شمل فارم د کبانو روزنې او هچرۍ جوړولو پروژې د چارو نظارت ترسره شو. د دې څارنې پرمهال د طبیعي سرچینو آمریت انجینرانو د پروژې د کارونو د نقشې او پلان مطابق پرمختګ تایید کړ.
تر اوسه د شمل فارم د دېوالونو تهداب کېندنه، د پی سي سي ساده کانکریټ، او د رېنګ سیخ بندۍ چارې بشپړې شوي دي. قراردادي ته ټینګار وشو چې د انجینرۍ معیارونو مطابق د ټولو کارونو کیفیت خوندي وساتي.
د کبانو د هچرۍ دا پروژه چې د تولید او ساتنې یو مهم اقدام دی، د کبانو نسل پراختیا، خلکو ته د کار برابرول او د تولید پروسې اغېزمنتیا یې موخې دي. د پروژې بشپړېدل به د کبانو د روزنې او ساتنې معیارونه لوړ کړي او د محلي ټولنې لپاره اقتصادي او اجتماعي پرمختګ ته زمینه برابره کړي. د شمل فارم په معیاري ډول جوړېدل به د خوست ولایت لپاره د کبانو په برخه کې یوه ګټوره پانګونه وي.

خبرهای تازه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۵۸
Background image

آغاز کمپاین ملی نهال‌شانی در ولایت بامیان

۲۷ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
کمپاین ملی نهال‌شانی بهار سال ۱۴۰۵ تحت شعار «غرس نهال صدقهٔ جاریه است» از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری با همکاری مؤسسات همکار در ولایت بامیان رسماً آغاز شد.
این. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۱:۱
Background image

غرس بیش از ۸۰۰۰ قلمه چنار در ریاست زراعت غور

۲۷ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری غور اعلام کرده است که در ادامه کمپاین نهال‌شانی و به مناسبت فرارسیدن سال جدید، بیش از ۸۰۰۰ قلمه چنار از سوی پرسونل این اداره غرس گردیده. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۰:۳۸
Background image

ختم دورهٔ ترجمه و تفسیر قرآن کریم در ریاست زراعت دایکندی

۲۷ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
دورهٔ ترجمه و تفسیر قرآن کریم که از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری و بخش دعوت و ارشاد آن ریاست به‌منظور ارتقای آگاهی دینی، تقویت درک مفاهیم و احکام اسلامی و ایجاد. . .

بازگشت به خبرها