د هلمند د بولان څېړنیز فارم د اصلاح شويو جوارو حاصلات راټول شول

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۸/۱۹ - ۱۵:۱۲
د هلمند د بولان څېړنیز فارم د اصلاح شويو جوارو حاصلات راټول شول

۱۹ لړم ۱۴۰۳ه‍.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند بولان څېړنیز فارم کې د جوارو ۸ اصلاح شوي ډولونه کرل شوي، چې د حاصلاتو راټولول یې پیل شول.
د هلمند ولایت بولان څېړنیز فارم کې د کرنې مسلکي کارکوونکو په بیلابیلو نباتاتو، په ځانګړي ډول جوارو، څېړنې ترسره کړې دي. په دې فارم کې د جوارو ۸ ډولونو حاصلات راټول شوي، چې په دې کې ۳ اصلاح شوي هستوي او مورني تخمونه هم شامل دي. د حاصلاتو معلومات به ژر تر ژره اړوندو امریتونو سره شریک شي.
بولان څېړنیز فارم د سویل لویدیځ زون یوازنی سترڅېړنیز فارم دی، چې د کرنې په برخه کې د مېوو لکه کیلې، ناکو، املوکو او اینځرو په روزنه او څېړنه کې هم فعالیت کوي. یاد فارم د هلمند ترڅنګ نورو ولایتونو ته هم د اصلاح شويو تخمونو په وړاندې کولو کې مهم رول لري.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

برگزاری جلسه ماهوار سکتور زراعت و انکشاف دهات در ولایت تخار

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه ماهوار سکتور زراعت و انکشاف دهات ولایت تخار به ریاست قاری قطب‌الدین دهنوی رئیس زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت و با اشتراک نمایندگان ادارات دولتی، مسئولان بخش. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

برگزاری جلسه برای حفاظت و تنظیم امور جنگلات افغانستان در وزارت زراعت

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه‌ای به‌منظور بررسی راهکارهای حفاظت و تنظیم امور جنگلات کشور و جلوگیری از قطع و قاچاق چوب، تحت ریاست مولوی بازمحمد فیضان معین آبیاری و منابع قدرتی وزارت زراعت،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۰:۱
Background image

آغاز روند سروی و تثبیت علفچرها در ولایت غور

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه افتتاحیه روند سروی و تثبیت علفچرها در ولایت غور با حضور هیئت اعزامی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و مسئولان اداره محلی این ولایت برگزار شد.
در این جلسه مولوی غوث. . .

BACK TO NEWS