جمعه ګل: د بڼوالۍ له عاید سره مې اقتصادي وضعیت ښه شوې

mail-admin
جمعه ګل: د بڼوالۍ له عاید سره مې اقتصادي وضعیت ښه شوې

۹ لړم ۱۳۹۸
په افغانستان کې له هر پنځو کسانو د څلورو ګټه وټه له کرنې او مالدارۍ سره تړلې ده. په همدې موخه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت تل هڅه کوی، چې په ټول هېواد کې بزګرانو، بڼوالو او مالدارانو لپاره هر اړخیزې اسانتیاوې برابرې کړي، چې له یوې خوا په دغو برخو کې زموږ هېواد ځان بساینې ته نږدې شي او له بلې خوانه د بزګرانو، بڼوالو او مالدارانو عواید ډېر او اقتصادي ستونزي یې هوارې شي.
بڼوالو لپاره د عصري بڼونو د جوړولو په لړ کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي برنامه « NHLP» د کندز ولایت چاپېریال او هوا ته په کتو ددې ولایت د علي اباد په ولسوالۍ کې د نورو مېوه لرونکو بڼونو ترڅنګ د ناکو نوي بڼونه هم جوړ کړي دي.
له دغو بڼونو څخه یو تن برخمن شوی بڼوال جمعه ګل دی، چې د کندز ولایت د علي اباد ولسوالۍ د قزاقو دکلي اوسیدونکی دی. د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي برنامه « NHLP» جمعه ګل ته د ناکو یو جریب بڼ جوړ کړئ، چې سږ کال یې حاصل د پام وړ دی.
جمعه ګل وایي، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي برنامې « NHLP» کارکوونکو يې ځمکه وکتله او له هغه وروسته يې ورته وويل، چې په دې ځمکه کې د نورو کرنیزو توکو پر ځای د ناکو بڼ جوړ کړي.
هغه وايي، چې په یوه جریبه ځمکه کې یې د ناکو ۲۲۲ونې کرلې، چې هره ونه یې له ۴۵ تر ۵۰ کیلو مېوه نیولې ده. د جمعه ګل په خبره بڼ یې تېر کال هم مېوه نېولې وه خو سږ یې حاصل بې سارې ډېر شوې، چې خلک یې نندارې ته راځي.
جمعه ګل زياته کړه: «اوس مې د بڼ د حاصلاتو کچه بې سارې زیاته شوې ده. با لکل زه داسې حا صل ته په تعجب کې یم.»
هغه وایي، ددې بڼ حاصل او د مېوې بیې ته په کتو هیله لري، چې سږکال د خپل بڼ له محصول څخه ۴۵۰ زره افغانۍ عاید تر لاسه کړي. جمعه ګل وویل: «مخکې مې له دې ځمکې دومره زیات عاید نه درلود خو اوس ډېر خوښ یم له دې بڼ سره مې اقتصادي وضعیت هم ښه شوې او هیله لرم، چې راتلونکو کلونو کې مې عواید لا هم زیات شي.» د جمعه ګل په وينا د کال په لومړيو کې دی د دومره حاصل او عايد تصورهم نه شو کولای.هغه وایي، د بڼوالۍ چارې یې ښه پرمخ روانې دي او په دې برخه کې کومه لویه ستونزه نه لري دهغه په خبره، د کرنې وزارت کارکوونکي د ده تر څرنګ له نورو بڼوالو او بزګرانو سره هم په هره برخه کې مرستې کوی او دوی ته سلا مشورې ورکوی. جمعه ګل وویل: «له خپل کاره خوند اخلم، اقتصاد مې ور سره ښه شوی او د پخوا په پرتله په دې برخه کې دومره ستونزې هم نه لرو که کومه ستونزه پیدا شي دکرنې له کارکوونکو سره یې شریک کوو او د هغوی په سلا مشورې او مرستو خپلې ستونزې هواروو.» هغه زیاته کړه، «دا بڼ کولی شي، چې هم زما د کور لګښت او هم مې د بچو د ښوونځی لګښت پوره کړي.»