د ننګرهار کانال شرکت رییس د بټي کوټ ولسوالی یوشمېر مشرانو سره وکتل

۲ لړم ۱۴۰۳ه.ش
۲۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه.ق
د ننګرهار کانال شرکت رییس سید محمد نعیم «محمدي» د بټي کوټ ولسوالی د باريکاب سېمې د یو شمېر مشرانو او سپين ږیرو سره د کتنې په ترڅ کې د دوی ستونزې او غوښتنې واورېدې.
ددې کتنې په ترڅ کې یادو مشرانو خپلې ستونزې او غوښتنې د کانال شرکت رییس سره شریکې کړې او دحل غوښتنه یې وکړه، چې د کانال شرکت رییس له خوا دوی ته د هراړخیزو همکاریو ډاډ ورکړل شو.
دغه راز ددې کتنې په ترڅ کې د څلورم فارم لومړي بلاک اوله نمرې ځمکېپه تړاو هم خبرې اترې وشوې، چې په پايله کې راغلو مشرانو ته د ننګرهار وادي کرنيز شرکت رییس سید محمد نعيم «محمدي » وويلې چې د ټاکلو اصولو او قوانينو له مخې به په دې هلکه چلند ووشي.