د کندهار نېش کې پر یوشمېر کورنیو د روب او مربا جوړولو توکي ووېشل شول
د کندهار ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د سولې بنست مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د نېش ولسوالی ۲۳کورنیو ته د روب او مربا جوړولو توکي ورکړل شوي دي.
په یادو توکو کې هرې کورنۍ ته اووه قلمه توکې چې، په کې «ترازو، چاړې، جوسر، ګازي اجاق، دیګ او سطلونه» شامل دې ورکړل شوي دي.
دغه راز له دغو توکو برخمن شوي کسانو ته د روب جوړولو،مربا او اچار جوړولو، محصولاتو د ضایعاتو مخنیوی، بازارموندنې او نورو اړونده موضوع ګانو په هکله عملي او نظري روزنه هم ورکړل شوي دي.