لغمان کې مالدارو کورنیو سره د لبنې محصولاتو د پروسس توکو مرسته وشوه
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ډاکار موسسې په همکارۍ ددې ولایت د علیشنګ ولسوالی شلو کورنیو سره د لبني محصولاتو د پروسس په موخه توکي ووېشل شوې.
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد وویل، چې په دغو وېشل شویو توکو کې د لبني محصولاتو د پروسس ۱۵ توکي او د حفظ الصحې اړوند توکي شامل دي، چې د ډاکار خیر مؤسسې په همکارۍ چمتو شوي دي
د لغمان د کرنې رییس د ډاکار خیریه مؤسسې له ولایتي مسؤلینو مننه وکړه، چې د مالدارۍ سکتور د پیاوړتیا په پار د مالدارانو لاس نیوی کوي او د مؤسسې له مسؤلینو وغوښتل، چې دغه مرستې دلغمان ولسونو لپاره بسنه نه کوي او نورو ولسوالیو ته دې هم خپل فعالیتونه وغځوي د دې ترڅنګ دکرنې رییس مرسته اخیستونکو ته سپارښتنه وکړه، چې له یادو وسایلو څخه سالمه ګټه واخلي.