ننګرهار کې سلګونو کروندګرو سره د مرستې وېش لړۍ پیل شوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۷ - ۱۲:۴۵
ننګرهار کې سلګونو کروندګرو سره د مرستې وېش لړۍ پیل شوه

۲۷چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د ډاکار خیریه مؤسسې له لورې ددې ولایت سلګونو کروندګرو سره د نږدې ۱.۵ میلیونه افغانیو په لګښت د بڼوالۍ، سبو او کورنیو باغچو کرنیزو توکو وېش لړۍ پیل شوه.
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی محمد ولي محسن وویل، چې د ډاکار موسسې له لورې ۲۶۰ بزګرانو ته په چپرهار، پچیراګام او هسکي مېني ولسوالیو کې د بڼوالۍ، سبو او کورنیو باغچو کڅوړې وېش لړۍ پیل شوې ده، چې پدې کې ۶۰ بڼوالو، ۱۰۰ سبو او ۱۰۰ د کورنیو باغچو کرونکو بزګرانو ته د بزګرۍ توکي ورکول کېږي.
ښاغلي محسن وویل د بڼوالۍ په کڅوړه کې د درملو شیندلو پمپ، څانګو پریکولو غټه قیچي، وړه قیچي، آره، بېلچه، تسکوره، زېنه او هیومیک اسید شامل دي. 
د کورنیو باغچو او سبو کرونکو  ته درملو شېندلو پمپ، ماسک، عینکې، دستکشې، لاسي کراچۍ، رمبې، چپه رمبې، تسکوره،  ښاخۍ، بېلچه او د حاصلاتو راټولولو پچۍ شامل دي.
د ډاګار مؤسسې سیمه ییز دفتر مسؤل انجنیر جواد رفیقي وویل د یادو شویو کڅوړو د وېش موخه د عصري بڼوالۍ ترویج او د بڼوالو او بزګرانو اقتصادي پیاوړتیا ده.
رفیقی زیاته کړه په درې واړو ولسوالیو کې ۲۶۰ تنو ته د بڼوالۍ سبو کرکېلي او د کورنیو باغچو په برخه کې روزنه هم  ورکړل شوې ده.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۳/۵/۶ - ۱۵:۳۹
Background image

توزیع خوراکه حیوانی را برای‌ ۶۰ فامیل مالدار در دو ولسوالی ولایت کابل 

۶ اسد ۱۴۰۳ هـ.ش
 ریاست زراعت در همکاری کمیته هالند به منظور  بخش رشد و انکشاف سکتور مالداری به ۶۰ فامیل مالدار در در ولسوالی‌های میربچه کوت و گلدره ولایت کابل خوراکه حیوانی توزیع کرده. . .

شنبه ۱۴۰۳/۵/۶ - ۱۵:۳۶
Background image

کنترول و بررسي از مراکز جمع آوري پشم و کشمیره ولسوالی بغلان مرکزی

۶ اسد ۱۴۰۳ هـ.ش
 کارمندان ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بغلان از ۲۶ مرکز جمع آوری پشم و کشمیره که  به همکاري دفتر کمیته هالند براي افغانستان و کمک مالي دفتر دی آی ایجاد شده است. . .

شنبه ۱۴۰۳/۵/۶ - ۱۵:۳۲
Background image

به ۷۰ مالدار در ولسوالی دهدادی ولایت بلخ خوراکه چاق کننده حیوانات توزیع شد 

۶ سرطان ۱۴۰۳ هـ.ش
 ریاست زراعت ولایت بلخ درهمکاری کمیته هالند برای افغانستان  برای ۷۰ تن از مالدارن ولسوالی دهدادی ولایت بلخ به مقدار 7 هزار کیلوگرام خوراکه کانسنتریت چاق کننده حیوانات. . .

BACK TO NEWS