ننګرهار کې سلګونو کروندګرو سره د مرستې وېش لړۍ پیل شوه
![ننګرهار کې سلګونو کروندګرو سره د مرستې وېش لړۍ پیل شوه](https://www.mail.gov.af/sites/default/files/2024-07/img-20240717-wa0020.jpg)
۲۷چنګاښ ۱۴۰۳ه.ش
۱۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د ډاکار خیریه مؤسسې له لورې ددې ولایت سلګونو کروندګرو سره د نږدې ۱.۵ میلیونه افغانیو په لګښت د بڼوالۍ، سبو او کورنیو باغچو کرنیزو توکو وېش لړۍ پیل شوه.
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی محمد ولي محسن وویل، چې د ډاکار موسسې له لورې ۲۶۰ بزګرانو ته په چپرهار، پچیراګام او هسکي مېني ولسوالیو کې د بڼوالۍ، سبو او کورنیو باغچو کڅوړې وېش لړۍ پیل شوې ده، چې پدې کې ۶۰ بڼوالو، ۱۰۰ سبو او ۱۰۰ د کورنیو باغچو کرونکو بزګرانو ته د بزګرۍ توکي ورکول کېږي.
ښاغلي محسن وویل د بڼوالۍ په کڅوړه کې د درملو شیندلو پمپ، څانګو پریکولو غټه قیچي، وړه قیچي، آره، بېلچه، تسکوره، زېنه او هیومیک اسید شامل دي.
د کورنیو باغچو او سبو کرونکو ته درملو شېندلو پمپ، ماسک، عینکې، دستکشې، لاسي کراچۍ، رمبې، چپه رمبې، تسکوره، ښاخۍ، بېلچه او د حاصلاتو راټولولو پچۍ شامل دي.
د ډاګار مؤسسې سیمه ییز دفتر مسؤل انجنیر جواد رفیقي وویل د یادو شویو کڅوړو د وېش موخه د عصري بڼوالۍ ترویج او د بڼوالو او بزګرانو اقتصادي پیاوړتیا ده.
رفیقی زیاته کړه په درې واړو ولسوالیو کې ۲۶۰ تنو ته د بڼوالۍ سبو کرکېلي او د کورنیو باغچو په برخه کې روزنه هم ورکړل شوې ده.