فراه کې سلګونو مالدارانو سره د څارویو د خوراکي توکو مرسته وشوه
۵ غویی ۱۴۰۳ه.ش
۱۵ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۵ه.ق
د فراه دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا ددې ولایت د انار درې ولسوالی پر ۷۰۰ اړمنو مالدارانو د څارویو خوراکي توکي وېشل شوي دي.
دغه مرسته د اکشن اېډ مؤسسې په همکارۍ پر دغو مالدارانو وېشل شوي، چې په ترڅ کې یې هر مالدار ته ۲۰۰ کیلوګرامه د څارویو خوراکي توکي ورکړ شوي دي.
ددې مرستې موخه د مالدارانو ملاتړ او په ټوله کې د مالدارۍ سکټور ودې او پراختیا ته زمینه برابرول دي.