د اروزګان مرکز کې یوشمېر مالداران وروزل شول
![د اروزګان مرکز کې یوشمېر مالداران وروزل شول](https://www.mail.gov.af/sites/default/files/2024-03/whatsapp_image_2024-03-27_at_11.31.26_1d54fb0e.jpg)
۸ وری ۱۴۰۳ه.ش
۱۷ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۵ه.ق
د اروزګان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ او حواني روغتیا آمریت تخنیکي او فني کارکوونو له خوا ددې ولایت مرکز ترینکوټ کې یوشمېر ځایي مالداران روزل شوي دي.
د اروزګان د کرنې او مالدارۍ ریاست د چارواکو په خبره ددې روزنیز پروګرام په ترڅ یادو مالدارانو ته د څارویو اصلاح شوي نسلونو، د څارویو تغذیه، د څارویو روزنې او مدیریت په اړه روزنه ورکړل شوې ده.
د دی ترڅنګ دوی ته د بېلابېلو حیواني ناروغيو دپېښېدو او دناروغیو دکنترول اومخنیوي، دواکسینو دتطبیق په برخه کي هم مشورې اومعلومات ورکړل شوي دي.
ددې پروګرام موخه د مالدارانو د پوهې کچې لوړول او په ټوله کې د مالدارۍ سکټور ودې او پراختیا ته زمینه برابرول دي.