دهلمند ګرشک کې د زینتي نیالګیو د قلمو اېښودلو چارې پیل شوې
۲۷ مرغومې ۱۴۰۲ه.ش
۵ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۵ ه.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا، د طبیعي سرچينو امریت اړوند د ګرشک ولسوالی مرکزي قوريه کې د زینتي بوټو او ګلانو قلممو اېښودلو چارې پیل شوي دي.
ددغو زینتي بوټو د کرلو او روزلو چارې د مسلکي کارکوونکو په مټ ترسره کېږي، چې په پسرلني موسم کې به د سلګونو ځمکوالو په واک کې د ځانګړې کړنلارې له مخې ورکول شي.
دیادولو وړ ده، چې سږکال په یاده قوریه کې نور اصلاح شوي نیالګي هم تر روزنې او پالنې لاندې دي.