ننګرهار کې د ځمکې غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راکرځولو تخنیکي پلاوی کړنې

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۳ - ۱۰:۴۱
ننګرهار کې د ځمکې غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راکرځولو تخنیکي پلاوی کړنې

د ننګرهار ولایت د اماراتي، سلطاني، مرعي او وقفي ځمکو د  غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راکرځولو تخنیکي پلاوي غړي په دې ولایت کې د ځمکې غصب مخنیوی او بېرته راګرځولو په پار هلې ځلې کړندي کړي دي.
ددغو هلو ځلو په دوام د ننګرهار ولایت د امارتي، سلطاني، مرعي او وقفي ځمکو غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو تخنیکي ټیم د ننګرهار د مومندرې ولسوالی ډکې او لنډۍ کلي سیمي له نږدې وکتلي؛ چې پدې لیدنه کې د ننګرهار ولایت دغصب مخنیوی تخنیکي پلاوي رییس مولوي عبدالستار محمد سربېره، د سرحداتو رییس، حج اوقافو رییس، د جلال اباد ښاروالۍ مرستیال، د امنیه قومندانۍ مرستیال، قضایایې امارت امر او کدستر انجینرانو حضور درلود.
 د ننګرهار د کرنې ادارې او تخنیکي پلاوی رییس مولوي  عبدالستار محمد په مشرۍ دغصب مخنیوی  تخنیکي پلاوي مومندرې ډکې، لنډۍ کلي او د غصب اړوند ګڼو نورو مهمو موضوعاتو باندې لنډ بحث او رڼا واچول شوه.
دغه راز د غصب مخنیوي تخنیکي پلاوي د تخنیکي او مسلکي کسانو په مرسته د کدستري نقشو له مخي د ډکې  او لنډۍ سیمې امارتي ثابت شوې.
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد وویل، چې د مومندرې ولسوالی په ډکې کې ۱۲۰۰ او د لنډۍ کلي کې ۸۰۰ جریبه ځمکي امارتي تثبیت شوي دي. د ننګرهار د کرنې رییس وویل، چې دسیمي خلکو ته سپارښتني وشوې ترڅو پدې سیمه کې خپلسرې کړنې ترسره نکړي.
 د ننګرهار ولایت د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو تخنیکي پلاوي تر دې دمه په دې ولایت کې د ډېرو ځمکو د غصب مخه نیولی او ترڅنګ یې ډېر غصب شوي ځمکې بېرته راګرځولي دي.

خبرهای تازه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۱:۲۶
Background image

آغاز پروسه توزیع و فروش موازی ۱۵۶ جریب زمین استردادشده در جوزجان

۲۷ جوزا ۱۴۰۵ هـ.ش
پروسه توزیع و فروش موازی ۱۵۶ جریب زمین استردادشده امارتی واقع قریه لب جرخراسان مرکز ولایت جوزجان آغاز گردید.
این برنامه به اساس هدایات مقامات ذیصلاح امارت اسلامی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۱:۲۶
Background image

دیدار شورای علمای فاریاب با مسئولان و کارمندان ریاست زراعت

۲۷ جوزا ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت فاریاب میزبان رئیس و اعضای شورای علمای این ولایت بود؛ نشستی که در آن بر بهبود خدمات زراعتی، رعایت اصول اسلامی در امور اداری و تقویت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۳
Background image

کار ساخت ۶۰ باب سبزخانه در ولایت نیمروز آغاز شد

ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت نیمروز از آغاز کار ساخت ۶۰ باب سبزخانه در مرکز ولایت و شماری از ولسوالی‌های این ولایت خبر داد.
این پروژه از سوی مؤسسه وطن و در هماهنگی با آمریت امور. . .

بازگشت به خبرها