هلمند کې د غنمو ننداریزې کروندې جوړېږي
١۹ لیندۍ ۱۴۰۲ه.ش
۲۷جُمَادَى الأول ۱۴۴۵ ه.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند، د سوېل لویدیځ زون د تصدیق ورکولو آمریت مسلکي کارکوونکو لخوا د اصلاح شویو تخمونو د لابراتواري ازموینې اړوند ننداریزې قطعې جوړېږي.
په دغو ننداریزو کروندو کې د غنمو اصلاح شویو تخمونو نږدې ٢٨٠ نمونې کرل کېږي، چې پکې مورني، بنیادي او تصدیقي تخمونه شامل دي.
پر یادو تخمونو به د کرنې له پیل څخه بیا د حاصلاتو تر اخیستنې پورې په بېلابېلو مرحلو کې څېړنې او ارزونې ترسره شي، چې په پایله کې به یې ددې ولایت د خاورې، اوبو او هوا سره ښه توافق لرونکي او د لوړو حاصلاتو ورکونکې نمونې په نښه او په راتلونکي کې به د دودولو او زیاتولو په پار تر عامو بزګرو پورې ورسول شي.