هلمند کې د ځمکو د غصب مخنیوی تخنیکي پلاوي غونډه دائره شوه
١۵ لړم ۱۴۰۲ه.ش
٢۲ ربیعالثاني ۱۴۴۵ ه.ق
د هلمند ولایت د ځمکې د غصب مخنيوي او غصب شویو ځمکو د تثبیت تخنیکي پلاوي خپله ۷۶مه نوبتي غونډه ترسره کړه.
د هلمند ولایت د ځمکو د غصب مخنيوي او غصب شویو ځمکو د تثبیت تخنیکي پلاوي خپله ۷۶مه نوبتي ناسته د کرنې په ریاست کې ترسره کړه.
په یاده غونډه کې د یادې کمېټې رییس الحاج مولوي نظر محمد صدیقي تر څنګ نورو غړو هم حضور درلود.
تخنیکي پلاوي په دې غونډه کې د مرکز لښکرګاه اداري سیمې او د شنه کمربند د ځمکو په اړه د ترسره شویو اجرائتو راپورونه وارزول او په اړه یې لازمې کړنې ترسره کړې.
یاد پلاوي همدارنګه د امار/تي ځمکو د ذوالیدي اړوند املاکي دوسیې د یولړ اجرائتو وروسته د اصلي او معتبر ذوالید د تثبیت په موخه اړونده محاکمو ته محول کړې.
تخنیکي پلاوي وروستیو کې د یو شمېر ولسي وګړو املاکي ستونزې هم واورېدې او د موضوعاتو حل په موخه ورته د اصولي کړنو ډاډ ورکړل شو.