نورستان کې له یوشمېر مالدارانو سره مرسته وشوه
۷ لړم ۱۴۰۲ه.ش
۱۴ ربیعالثاني ۱۴۴۵ ه.ق
د نورستان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو ادارې د ښځو څانګې په مالي او د افغان ښځو پرمختیایي مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت په مرکز پارون او واما ولسوالی کې پر ۲۶ مالدارانو د مالدارۍ اړونده توکي وېشلي دي.
د چاراکو په خبره ددې مرستې په لړ کې یادو مالدارانو سره د کورتو جوړولو د توکو، مالدارانو سره د لبنیاتو پروسس څخه د حیواني خوړو جوړولو (چنر)، د پنیر جوړولو ټابلیټونه، د شېدو ټولولو لوځې او روغتیایي کېټ ورکړل شوي دي.
په همدې حال کې دنورستان ولایت د کرني،اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو آمر او سرپرست انجنير محمد حنیف افغان له مالدارانو څخه وغوښتل، چې د شیدو لرونکو غواګانو روغتیا ته زیاته پاملرنه وکړي او د شیدو لرونکو غواګانو نسل زیات کړي ترڅو ددوی پاقتصاد ورسره ښه شي.
یو تن مالدار عطاء الله وویل په مرسته شوي وسایلو خوښ دی، او د ولایتي ادارې او اړونده مؤسسې نه مننه وکړه، چې مالدارانو ته سهولتونو برابرولو ترڅنګ ورته خاصه پاملرنه کوي.