د ننګرهار دکرنې ریاست: د چرګانو غوښه د عدد پر ځای په وزن پلورل کېږي
۱ لړم ۱۴۰۲ه.ش
۸ ربیعالثاني ۱۴۴۵ ه.ق
د ننګرهار د چرګانو روزونکو ټولنې د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست سره د چرګانو د غوښې پلور په وزن، د فارمونو تقویه کولو او د همغږۍ رامنځته کولو په پار ناسته وکړه.
په یاده ناسته کې د کرنې او مالدارۍ د تولیداتو خوني رییس، د جلال اباد ښاروالۍ مرستیال، د کرنې ریاست، د ولایت مقام، اقتصاد، صنعت او سوداګرۍ ریاستونو استازو، ترڅنګ د چرګانو ټولني مسولینو، چرګانو پلورونکو او فارم لرونکو استازو ګډون درلود.
په دې غونډه کې د کرنې او مالدارۍ د تولیداتو خونې رییس اجمل رحماني دچرګانو سکتور کې پر شته ستونزو، فرصتونو او لاسته خبرې وکړې.
رحماني وویل تر دې وروسته به د چرګانو غوښه په وزن پلورل کېږي.
د ښاروالۍ مرستیال مولوي حامد مومن د چرګانو د غوښې پلور په وزن یو نیک اقدام وباله او د نرخونو په کنټرول او بر رسې په برخه کې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.
د مالدارۍ او څارویو روغتیا امر ډاکتر محمد ضمیر بهسودي د کرنې او مالدارۍ وزارت د پالیسې او کړنلاو مطابق د چرګانو سکتور پراختیا، تخنیکي مشورو، درملنې، درملو کیفیت او د واکسینونو تطبیق په برخه کې همکارۍ په برخه کې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ .
دغه راز بهسودي وویل که چرګان په وزن پلورل کېږي نو د فارم لرونکو ترڅنګ مصرف کوونکو پورې ټولو ته په ګټه ده او د ننګرهار کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مو پدې برخه کې په کلکه ملاتړکوي.