د لغمان قرغیو کې سلګونو مالدارانو سره د اړینو توکو مرسته وشوه
۱۶ تله ۱۴۰۲ه.ش
۲۳ ربیعالاول ۱۴۴۵ه.ق
د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګروملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي او د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د قرغیو ولسوالی ۱۰۰۰ مالدارانو سره د پسونو د چاقولو په پار د څارویو د مغزي موادو (کانسټریټ) او شوتلو تخمونو مرستې وېشلي دي.
ددې مرستې په لړ کې پر هر مالدار د ۲۰۰ کیلوګرامه د څارویو مغزي مواد او درې کیلوګرامه د شوتلو تخمونه وېشل شوي دي.
ددې مرستې موخه د بېوزله مالدارانو ملاتړ او په ټوله کې په دې ولایت کې د مالدارۍ سکټور ودې او پرختیا ته زمینه برابرول دي.