هلمند کې په غیر مسلکي ډول د کرنیزو او حیواني درملو د پېر - پلور مخه نیول کېږي
۱۰ تله ۱۴۰۲ه.ش
١۷ ربیعالاول ۱۴۴۵ه.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست، د کرنیزو خدمتونو آمریت اړوند د بوټیو ساتنې او قرنطین مدیریت له لوري په دې ولایت کې په غیر اصولي او غیر مسلکي ډول د کرنیزو او حیواني درملو د پیر- پلور مخنیوی کمپاین پیل شو.
یاد کمپاین د باباجي ولسوالی د یکشنبې مېله بازار کې پیل شوه، چې په ترڅ کې یې ګڼ شمېر کرنیز او حیواني درمل پلورنځۍ وتړل شول.
د هلمند ولایت د کرنې ریاست هڅه کوي تر څو د کرنې وزارت د ځانګړې کړنلارې او هدایت له مخې په ټولو مېله بازارونو کې ددغه ډول درملو پیر- پلور بند شي.
ددې ترڅنګ هغه درمل پلورونکي چې په بازارونو کې دوکانونه لري، خپل جواز لیکونه به دطرزالعمل مطابق دکرنې ریاست څخه ترلاسه کوي، کوم درمل ځایونه چې د کار کولو جوازونه ونه لري فعالیت یې بندېږي.
د یادې پروسې د مخته بیولو لپاره د کرنې ریاست په وړاندیز او د دولایت مقام د حکم په اساس یو ګډ تخنیکي پلاوی چې په ترکیب کې یې د ولایت مقامـ ، امنیې قومندانۍ، مستوفیت، چاپېریال ساتنې او کرنې ریاست استازي شامل دي، دوی دنده لري چې وخت پر وخت د کرنیزو او حیواني درمل پلورنځیو څارنه او ارزونه وکړي.