ننګرهار کې د ځمکې غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راکرځولو تخنیکي پلاوی غونډه دائره شوه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۷/۳ - ۱۳:۲
ننګرهار کې د ځمکې غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راکرځولو تخنیکي پلاوی غونډه دائره شوه

۳ تله ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۰ ربیع‌الاول ۱۴۴۵ه‍.ق
د ننګرهار ولایت د امارتي، سلطاني، مرعي او وقفي ځمکو د غصب مخنیوي او غصب شویو ځمکو بېرته راکرځولو تخنیکي پلاوي د ننګرهار د کرنې ادارې او تخنیکي پلاوي رییس مولوي عبدالستار محمد په مشرۍ غونډه ترسره شوه، چې په کې پر مهمو موضوعاتو باندې لنډ بحث او رڼا واچول شوه.
ددې غونډې په ترڅ کې پر بېلابېلو موضوعاتو د خبرو اترو ترڅنګ پر یوشمېر دوسیو او عریضو مهمې پرېکړې وشوې.
په یاده غونډه کې چې د کرنې ادارې او تخنیکي پلاوي رییس مولوي عبدالستار محمد سربېره، د عدليی رییس، کار او ټولنیزو چارو رییس، د فرامینو او احکامو اونظارت دتطبیق  رییس، ښارجوړونې رییس،  جلال ابادښاروال، قومنداني مرستیال، ننګرهار مستوفي،  امارتی قضایاوو امر او د کدستر مسول ګډون کړی ؤ. 
غونډه کې د حاجي عبدالقدیر ښارګوټي، شیشم باغ د تیلو پمپ، غلام ډاګ او کاشکوټ د ځمکو اجاري  په ګډون د غصب اړوند ګڼو نورو مهمو موضوعاتو باندې بحث او رڼا واچول شوه.
دغه راز د غصب مخنیوي تخنیکي پلاوي  پریکړه وکړه چې، د کاشکوټ او شیشم باغ موضوعات دي مکتوبی مربوطه اداراتو ته ولیږل شی، حاجي عبدالقدیر ښارګوټي او د غلام ډاګ ځمکي له نږدې ولیدل شي، اسناد پري تطبیق، ځمکي نوعیت،  قیمت معلوم او وروسته پري تصمیم ونیول شي.
په ورته وخت کې  د اداراتو او ولسي وګړو پر عرایضو بحث وشو او پر ډېرې برخو کې پرېکړه وشوه، ترڅو د عامه ملکیتونو دمینځه تللو مخنیوی وشي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۲۷
Background image

بهره‌برداری از کانال آبیاری به طول ۷۷۰۰ متر در نورستان

۲۶ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جمادی‌الاول ۱۴۴۸ هـ.ق
کانال آبیاری به طول ۷۷۰۰ متر میان قریه‌های پرونز و دیوی ولایت نورستان که با حمایت مالی برنامه جهانی غذا (WFP)، همکاری تخنیکی مؤسسه ان‌سی‌آر‌او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۰:۴۹
Background image

برگزاری برنامه‌های آگاهی‌دهی درباره تغییرات اقلیمی برای ۶۰۰ دهقان در پنجشیر

۲۶ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جمادی‌الاول ۱۴۴۸ هـ.ق
ریاست سازگاری با تغییرات اقلیمی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری بر اساس پلان سالانه خود، برنامه‌های آموزشی ویژه‌ای را به‌منظور بلندبردن سطح. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۶:۳۵
Background image

نظارت معین زراعت و مالداری از فعالیت‌های ریاست حفاظه و قرنطین

۲۵ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری از جریان فعالیت‌های کارمندان ریاست حفاظه و قرنطین در فارم تحقیقاتی بادام‌باغ کابل نظارت کرد.
د. . .

BACK TO NEWS