جلال آباد ښار کې یوشمېر حیواني او نباتي درملتونونه وڅارل شول

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۲ - ۱۵:۳۴
جلال آباد ښار کې یوشمېر حیواني او نباتي درملتونونه وڅارل شول

۲ تله ۱۴۰۲ه‍.ش
۹ ربیع‌الاول ۱۴۴۵ه‍.ق 
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت  د بوټو ساتنې او قرنطین رییس انجینر عتیق الله مسلم، د ننګرهار د کرنې رییس مولوی عبدالستار محمد، د  تخمونو دتصدیق رییس او د وزارت مقام سلاکار  ددې ولایت مرکز جلال آباد ښار  یوشمېر حیواني او نباتي درملتونونه وڅارل.
دغه څارنه مالدارانو ته د معیاري چوپړونو د وړاندې کولو په پار ترسره شوي دي.
د بوټو ساتنې او قرنطین رییس انجینر عتیق الله مسلم وویل، چې په دې څارنه کې هټیوالو ته نسخې پرته درملو پلورلو،  د بزګرانو د لاپوهاوي په موخه لیبل په ملي ژبو لیکلو، کرنې وزارت ددرملو او کیمیاوي سرو مجاز لیست او کړنلاري مطابق درملو واردولو،  حیواني او نباتي درملتونونو څارنه، د بې کیفیته او تاریخ تېرو درملو تشخیص، د درملتونونو او وترنریو پاکوالۍ او د کرنې وزارت د قوانینو پر اساس د درملتونونو جوازونو څارل شامل دي.
د دغه کنټرول څخه موخه داده چې د بې کيفيته او تاريخ تېرو  درملو  پلور مخه ونیول شي، مالدار ته نسخې ورکولو،  په خپل سر د هټيو پرانستل او د غير قانونې درمل مخنيوي وشي.
دغه راز ددې څارنې په ترڅ کې یو اندازه تاریخ تېري درمل هم  راټول شول.
دغه راز  په پايله کې يو شمېر هغه هټۍ چې د فعاليت جواز وخت يې تېر و او یایې جوازونه نه درلودل  سپارښتنه ور ته وشوه، چې خپل  جوازونه واخلي او یایي  نوي کړي او هغه درمل پلورنځي چې غیر مسلکي کسانو پکې کار کاوه ورته لازمې سپارښتنې وشوې.
 همدارنګه  سپارښتنې ورته وشوې چې په راتلوونکې کې د غير معياري هټيو د پرانستلو، د غیر مسلکي کسانو ګمارنې، د بې کيفيته درملو او واکسینو د پلور او واردولو څخه په کلکه ډډه وکړي.
دغه څارنې او ارزونې ددې لامل کېږي چې، درملتونونه او د وترنرۍ د برخې فعالین خپلو مشتریانو ته معیاري او په ښه کیفیت برابر چوپړتیاوې وړاندې کړي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۲۷
Background image

بهره‌برداری از کانال آبیاری به طول ۷۷۰۰ متر در نورستان

۲۶ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جمادی‌الاول ۱۴۴۸ هـ.ق
کانال آبیاری به طول ۷۷۰۰ متر میان قریه‌های پرونز و دیوی ولایت نورستان که با حمایت مالی برنامه جهانی غذا (WFP)، همکاری تخنیکی مؤسسه ان‌سی‌آر‌او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۰:۴۹
Background image

برگزاری برنامه‌های آگاهی‌دهی درباره تغییرات اقلیمی برای ۶۰۰ دهقان در پنجشیر

۲۶ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جمادی‌الاول ۱۴۴۸ هـ.ق
ریاست سازگاری با تغییرات اقلیمی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری بر اساس پلان سالانه خود، برنامه‌های آموزشی ویژه‌ای را به‌منظور بلندبردن سطح. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۶:۳۵
Background image

نظارت معین زراعت و مالداری از فعالیت‌های ریاست حفاظه و قرنطین

۲۵ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری از جریان فعالیت‌های کارمندان ریاست حفاظه و قرنطین در فارم تحقیقاتی بادام‌باغ کابل نظارت کرد.
د. . .

BACK TO NEWS