د ننګرهار کانال شرکت: د لمريز سیسټم پرمټ به نږدې دوه زره جریبه ځمکه خړوبه شي  

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۷/۱ - ۱۲:۵۷
د ننګرهار کانال شرکت: د لمريز سیسټم پرمټ به نږدې دوه زره جریبه ځمکه خړوبه شي  

١ تله ۱۴۰۲ه‍.ش
٨ ربیع‌الاول ۱۴۴۵ه‍.ق
د ننګرهارکانال شرکت چارواکي وايي، چې د غوچکو لمریز سیسټم دتخنيکي ستونزو په هوارۍ سره به دا لمریزه برېښنا ١.٢ ميګاواټه برېښنا تولیدوي چې د ٥٠ واټر پمپونو په ذریعه به د هډې فارم او شته اهالیو شل زره جریبه ځمکه خړوبه کړي.
 یاد سیستم له ډرونټې برېښنا کوټ څخه په لس کیلومترۍ کې واقع دی. 
د ننګرهار د کانال شرکت د اوبولګولو او تخنیکي څارنې انجنیر ګل احمد وویل، چې په دې پروژه کې د یوه اندازه تخنيکي ستونزو له کبله شته واټرپمپونو په  کافي اندازه د اوبو پورته کولوظرفيت نه لرل، ددغې ستونزي د حل په موخه کانال شرکت د فني انجنيرانو لوري د ترميم چارې وروستۍ او د بشړېدا مرحلي ته رسېدلي.
د نوموړي په وینا د لمریزې برېښنا دا سيستم کابو درې کاله وړاندې د اسیایي پراختیا بانک د نېږدې ۱۴۳ میلیونه افغانیو په مالي لګښت دهډې فارم په سیمه کې د ۳۶۱۶ سولري / لمریزو تختو په نصبولو فعاله شوې وه . 
انجنیر ګل احمد زیاته کړه، چې ددې سیستم پرمټ به  د څلور زره هکتاره ځمکې څخه چې پخوا به يې یوازې ۱۶ سوه هکتاره ځمکه خړوبېدله،  تر دې وروسته به ټولې ځمکې ته اوبه ورسېږي، سرسبزي به رامنځته شي، زراعتي محصولات به زیات شي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۲۳
Background image

بررسی وضعیت باغ‌های گیلاس در ولسوالی گرزیوان فاریاب

۲۵ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
هیأتی متشکل از محمد ظریف رحیق آمر امور زراعتی  ریاست زراعت، آبیاری و مالداری نماینده گان  ریاست حفاظت محیط زیست و ریاست اقتصاد ولایت فاریاب، از باغ‌های گیلاس در. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۲۷
Background image

بهره‌برداری از کانال آبیاری به طول ۷۷۰۰ متر در نورستان

۲۶ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جمادی‌الاول ۱۴۴۸ هـ.ق
کانال آبیاری به طول ۷۷۰۰ متر میان قریه‌های پرونز و دیوی ولایت نورستان که با حمایت مالی برنامه جهانی غذا (WFP)، همکاری تخنیکی مؤسسه ان‌سی‌آر‌او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۲۱
Background image

آموزش ۱۴ مسئول کلینیک‌های حیوانی در بدخشان درباره نمونه‌گیری خون از حیوانات مشکوک به تب سه‌روزه

۲۶ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
به‌منظور تشخیص به‌موقع بیماری تب سه‌روزه حیوانی و بررسی وضعیت شیوع آن، برای ۱۴ تن از مسئولان کلینیک‌های حیوانی در ولایت بدخشان رهنمودهای تخنیکی درباره علایم بیماری،. . .

BACK TO NEWS