سږ څه باندې ۲۰ زره او ۹۵۵ جریبه نوي بڼونه جوړ شوي دي

content_admin
شنبه ۱۳۹۸/۱۰/۱۴ - ۱۴:۱
 سږ څه باندې ۲۰ زره او ۹۵۵ جریبه نوي بڼونه جوړ شوي دي

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په هېواد کې د بڼوالۍ د پراختیا په پار ګڼ پروګرامونه پلي کړي دي، چې ورسره په هېواد کې د بڼوالۍ چارې پراخې شوي او بڼوالو ته د ګټې وټې زمینه برابره شوې ده.
د کرنې وزارت د یادوزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې «NHLP» له لارې په روان ۱۳۹۸ یم کال کې د دوو پسرلنۍ او مني کمپاینونو په لړ کې د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې د مېوو څه باندې ۲۰ زره او ۹۵۵ جریبه نوي باغونه جوړ کړي او ترڅنګ یې پر بڼوالو د بڼوالۍ د محصولاتو د راټولولو دوه زره کڅوړې هم وېشلي دي.
د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې «NHLP» د چارواکو په خبره په هېواد کې د څه باندې ۲۰ زره او ۹۵۵ جریبه نوي بڼونو د احداث ترڅنګ په ټولیزه توګه څه باندې ۱۳ زره او ۵۰۰ جریبه زاړه بڼونه هم بیا رغول شوي، چې د بڼوالو د عوایدو د زیاتوالي لامل شوي دي.
دغه راز د نوي او عصري بڼوالۍ د دودولو په پار بڼوالو ته متراکم او نیمه متراکم بڼونه جوړول، د پستې نوي بڼونه جوړول او د پستې د نیالګیو پیوندول، په عصري سیسټم د انګورو بڼونو چیله بندي او انګورو بڼوالو ته عصري ممیز خونې جوړول نور هغه کړنې دي، چې روان کال د کرنې وزارت له خوا د بڼوالو دملاتړ په موخه ترسره شوي دي.
د چارواکو په خبره په نوي جوړ شوي بڼونو کې د شفتالو، الو، انګور، بادام، غوزان، ګیلاس، انار، زردالو، ناک، پسته، مڼې او نورو مېوو بڼونه شامل دي. د نوي جوړ شويو بڼونو ټول نیالګي پیوندي نیالګي دي او د افغانستان د قوریه لرونکو ټولنو له خوا تصدیق شوي دي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژه هر کال په دوو پړاونو پسرلی او مني کې د نیالګیو کېنولو کمپاین په لاره اچوي، چې په ترڅ کې یې زرګونه جریبه نوي بڼونه ایجادیږي. د دې پروژې د کار له پیل څخه تر دې دمه په هېواد کې لسګونه زره جریبه د مېوو نوي بڼونه جوړې شوي دي او بڼوال هم له دغو بڼونو ښه او باکیفیته حاصلات راټولوي.
چارواکي وایي، چې د مېوو نوي بڼونه جوړول په هېواد کې د بڼوالۍ په برخه کې بې ساري پرمختګ دی.
د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژه « NHLP » پر دې سربېره، چې کروندګرو ته د نوي بڼونو جوړولو په پار تصديق شوي نيالګي ورکوي، له هغوی سره د باغونو په نقشه اچولو، د اوبولګولو د سيسټم په جوړولو او د بڼوالۍ د مديريت اړوند ځينو نورو برخو کې هم تخنيکي او فني مرستې کوي.
د دغو بڼونو جوړول له یوې خوا افغانستان د مېوو په برخه کې ځان بساینې ته نږدې کوي بل لور ته د بڼوالو او بزګرانو په اقتصادي وده کې هم رغنده رول لوبوي.
په ورته وخت کې د نوي بڼونو جوړولو او د زړو بڼونو د بیارغولو ترڅنګ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د انګورو بڼوالو د ملاتړ او اقتصادي ودې په پار انګورو بڼوالو لپاره د ممیزخونو جوړولو په برخه کې هم فعاليت کوی.
د کرنې وزارت له خوا په روان ۱۳۹۸ یم کال کې د هېواد په ۱۸ ولایتونو کې ۳۸۷ ممیز خونې هر یوه یې د «۸» مټریک ټنو انګورو د ساتلو په ظرفیت جوړ شوي دي.
یاد ممیزخونې په هېواد کې د ممیزخونو د صنعت د ترویج، د بڼوالو د اقتصاد لوړولو او د انګورو باغونو د محصولاتو د ارزښت لوړولو په پار په معیاري او اسټنډرد ډول جوړ شوي دي. ددې ترڅنګ دغه ممیز خونې د معیاري او ښه کیفیت لرونکي ممیزو د تولید لامل کیږي او همداراز د انګورو د ضایعاتو مخه نیسي.
عصري ممیز خونې د بڼوالو په اقتصادي وده کې رغنده رول لوبوی، ځکه کوم ممیز چې په دغو ممیزخونو کې تولیدیږي له هغو ممیزو څخه چې په دودیزه بڼه تولیدي څوچنده ښه کیفیت لري.
ممیز د افغانستان یو مهم صادراتي توکی ده او د ممیز خونو جوړول د معیاري ممیزو په تولید کې له بزګرانو سره مرسته کوي.
که څه هم د تېرو لسیزو په کورنیو جګړو کې د نورو سکټورونو تر څنګ په هېواد کې د بڼوالۍ چارې هم ټکني کړي او ګڼ شمېر بڼونه له منځه تللي دي، خو دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت هلې ځلې کوي، چې د نوي بڼونو په جوړولو، د زړو بڼونو د بیارغونې، د نوي او عصري بڼونو د دودولو او بڼوالو لپاره د ننداریزو بڼونو جوړولو او روزنیزو پروګرامونو په لاره اچولو سره په هېواد کې د بڼوالۍ سکټور په پښو ودروي او له دې اړخه هېواد پر ځان بسیا کړي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۵:۵۵
Background image

اشتراک معین زراعت و مالداری در افتتاح و بهره‌برداری سردخانه نور هیواد در کابل

۲۹ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در مراسم افتتاح و بهره‌برداری سردخانه نور هیواد در منطقه خوشحال‌خان شهر کابل اشتراک کرد.
در. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۱:۴۲
Background image

توزیع ماشین‌های پشم‌ریسی برای ۴۵۰ زن در ولایت غزنی

۲۹ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت غزنی به همکاری کمیته هالند برای ۴۵۰ تن از زنان در مرکز این ولایت و ولسوالی قره‌باغ ماشین‌های پشم‌ریسی توزیع کرد.
این برنامه به. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۱:۴۱
Background image

توزیع تخم‌های اصلاح‌شده و کود کیمیاوی به‌منظور ایجاد کشتزارهای نمایشی در ولایت غزنی

۲۹ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت غزنی به‌منظور افزایش حاصلات زراعتی، ترویج استفاده از تخم‌های اصلاح‌شده و گسترش روش‌های معیاری زراعت، برای ۱۸ دهقان در مرکز این. . .

BACK TO NEWS