د هلمند مرکز لښکرګاه کې د اوبولګولو د پروژو چارې پیل شوې

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۵/۱ - ۱۵:۴۹
د هلمند مرکز لښکرګاه کې د اوبولګولو د پروژو چارې پیل شوې

۱ زمری ۱۴۰۲ه‍.ش
۶ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۵ه‍.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هلو ځلو، د خوړو او کرنې نړیوال ادارې جک مؤسسې په تخنیکي او د نړیوال بانک په مالي همکارۍ، د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه په اړوندو سیمو کې د ١٢ زابرونو، ١٣ پلچکونو او د اوبو د ٧ ګورو جوړولو چارې پیل شوي دي.
دغه زابران چې نږدې ٤٥.٣٩٧ کیلو متره اوږدوالی لري، د ٨٤٦٠ تنو روزمزدو کاریګرو په مټ په اساسي ډول پاکېږي، چې یادو کارګرانو ته د کار په مقابل کې هر نفر ته د ٢٠ ورځو په لړ کې د ١٠٠ ډالرو معادل نغدې افغانۍ ورکول کېږي.
ددې تر څنګ د نوموړو زابرانو په مسیرونو کې د اړتیا وړ ١٣ بابه پلچکونه او داوبو ٧ ګورې په پاخه او اساسي ډول رغول کېږي، چې د رغولو مصارف یې پورته نهادونه ورکوي.
په نوموړو زابرانو کې د ملکزاده، شرقي لښکري بازار، کاریز، باباجي لوی مانده، نری مانده، خانخیل، خدایرحیم خان، بولان کمال خان، لنډی مانده، پوپلزیو، محمدزیو او مندلي د ساحو زابران شامل دي، چې زرګونه کرنیزو ځمکو ته به یې ګټه ورسېږي.
دغه چارې د هلمند ولایت د ځمکوالو په غوښتنه، د کرنې او اقتصاد وزارتونو او هلمند ولایت محترم مقام سره په ګډ تفاهم د مشترکې کمیتې تر نظارت لاندې سرته رسېږي.
دهلمند ولایت کرنې ریاست هڅه کوي ترڅو په دې ولایت کې د اوبو مدیریت، د بزګرو لپاره د اسانتیاو برابرولو او خلکو ته د کارونو د برابرولو برخه کې لاهم خپلو هڅو ته دوام ورکړي، ترڅو ددې ولایت په کرنیزه برخه کې د پام وړ بهبود او نوښت رامنځته شي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۲۳
Background image

بررسی وضعیت باغ‌های گیلاس در ولسوالی گرزیوان فاریاب

۲۵ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
هیأتی متشکل از محمد ظریف رحیق آمر امور زراعتی  ریاست زراعت، آبیاری و مالداری نماینده گان  ریاست حفاظت محیط زیست و ریاست اقتصاد ولایت فاریاب، از باغ‌های گیلاس در. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۲۷
Background image

بهره‌برداری از کانال آبیاری به طول ۷۷۰۰ متر در نورستان

۲۶ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جمادی‌الاول ۱۴۴۸ هـ.ق
کانال آبیاری به طول ۷۷۰۰ متر میان قریه‌های پرونز و دیوی ولایت نورستان که با حمایت مالی برنامه جهانی غذا (WFP)، همکاری تخنیکی مؤسسه ان‌سی‌آر‌او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۲۱
Background image

آموزش ۱۴ مسئول کلینیک‌های حیوانی در بدخشان درباره نمونه‌گیری خون از حیوانات مشکوک به تب سه‌روزه

۲۶ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
به‌منظور تشخیص به‌موقع بیماری تب سه‌روزه حیوانی و بررسی وضعیت شیوع آن، برای ۱۴ تن از مسئولان کلینیک‌های حیوانی در ولایت بدخشان رهنمودهای تخنیکی درباره علایم بیماری،. . .

BACK TO NEWS