لوګر کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویوځمکو د استرداد تخنیکي پلاوی غونډه دائر شوه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۴/۲۹ - ۱۱:۳۱
لوګر کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویوځمکو د استرداد تخنیکي پلاوی غونډه دائر شوه

۲۹ چنګاښ ۱۴۰۲ه‍.ش
۳ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۵ه‍.ق
لوګر کې د امارتي ځمکو د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو تخنیکي پلاوی اونیزه غونډه دائر شوه.
په جوړه شوې غونډه کې دلوګر د کرنې او د غصب مخنیوی تخنیکی پلاوی رییس مولوی سید امین هاشمي سربېره د حج او اوقافو رییس، د کار او ټولنیزو چارو رییس، ښار جوړونې رییس، مستوفیت رییس، د امنیې قومندانۍ امنیت آمر ،د قضای امارت آمر او د کدستر عمومي مدیر ګډون کړی وو، او پر بیلا بیلو موضوعاتو د بحث ترڅنګ هغه اسناد چې له خلکو تر لاسه شوی وو وڅېړل شول.
 ددې غونډې په ترڅ کې د تل په څېر پربېلا بېلوموضوعاتو خبرې اترې وشوې او د بشپړ شویو دوسیو اړونده د ځینو دوسیو معلوماتو کمښت چې باید دقیق شي ترڅو پریکړې ته اماده وی، همدا راز د مرکز پُل علم التمور سیمې او نوی کلا د دوسیو راټول شوي معلومات د تخنیکي پلاوي له غړو سره شریک او پرې هر اړخیزې خبرې اترې وشوې.
باید وویل شي، چې د لوګر ولایت د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېټه تر دې دمه په دې ولایت کې د ډېرو ځمکو د غصب مخه نیولی او ترڅنګ یې ډېر غصب شوي ځمکې بېرته راګرځولي دي.

خبرهای تازه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

بازدید معین مالی و اداری وزارت زراعت از ریاست زراعت کندز

۱ سنبله ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی نورالدین عمیر معین مالی و اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، در جریان سفر رسمی به ولایت کندز، از ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت بازدید و با مسئولان و. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۴۶
Background image

توزیع ۲۰۰ دستگاه میوه‌خشک‌کن برای حمایت از معیشت خانواده‌ها در دایکندی

۱ سنبله ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت دایکندی، با همکاری مؤسسه ارتقای اجتماعی (SO) و حمایت مالی دفتر سازمان خوراک و زراعت ملل متحد (FAO)، ۲۰۰ دستگاه میوه‌خشک‌کن را برای. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۹:۱۰
Background image

توزیع بسته‌های مالداری برای حمایت از معیشت ۲۹ خانواده در دایکندی

۱ سنبله ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت دایکندی، در همکاری با کمیته ناروی برای افغانستان، بسته‌های حمایتی مالداری را برای ۲۹ زن مستحق از خانواده‌های بی‌بضاعت، مهاجر و بدون. . .

بازگشت به خبرها