د کونړ دکرنې ریاست: د مرکز په ګډون درې ولسوالیو کې سلګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۴/۲۷ - ۱۱:۲۱
د کونړ دکرنې ریاست: د مرکز په ګډون درې ولسوالیو کې سلګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې

۲۷ چنګاښ ۱۴۰۲ه‍.ش
۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۵ه‍.ق
د کونړ دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي او د د افغانستان د کلیو د بیارغونې مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د مرکز په ګډون په درې ولسوالیو کې د کاریزونو، لښتیو او ویالو د پاکارۍ له لارې ۲۵۱۴ کسانو ته دکار زمینه برابره کړې ده.
ددې برنامې په ترڅ کې هر کارګر ته د شل کاري ورځو په بدل کې  ۱۰۰ امریکایي ډالره ورکول کېږي، چې ددې پروژې ټولیز لګښت ۲۵۱۴۰۰ ډالر کېږي.
ددې پروژې موخه د بېوزلو او اړمنو کونړیانو ملاتړ، خلکو ته د کارزمینه برابرول او په ټوله کې د اوبو مدیریت او د اوبو د ضایعاتو مخنیوي ښودل شوی دی.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۲۳
Background image

بررسی وضعیت باغ‌های گیلاس در ولسوالی گرزیوان فاریاب

۲۵ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
هیأتی متشکل از محمد ظریف رحیق آمر امور زراعتی  ریاست زراعت، آبیاری و مالداری نماینده گان  ریاست حفاظت محیط زیست و ریاست اقتصاد ولایت فاریاب، از باغ‌های گیلاس در. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۲۷
Background image

بهره‌برداری از کانال آبیاری به طول ۷۷۰۰ متر در نورستان

۲۶ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جمادی‌الاول ۱۴۴۸ هـ.ق
کانال آبیاری به طول ۷۷۰۰ متر میان قریه‌های پرونز و دیوی ولایت نورستان که با حمایت مالی برنامه جهانی غذا (WFP)، همکاری تخنیکی مؤسسه ان‌سی‌آر‌او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۲۱
Background image

آموزش ۱۴ مسئول کلینیک‌های حیوانی در بدخشان درباره نمونه‌گیری خون از حیوانات مشکوک به تب سه‌روزه

۲۶ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
به‌منظور تشخیص به‌موقع بیماری تب سه‌روزه حیوانی و بررسی وضعیت شیوع آن، برای ۱۴ تن از مسئولان کلینیک‌های حیوانی در ولایت بدخشان رهنمودهای تخنیکی درباره علایم بیماری،. . .

BACK TO NEWS