پکتیا کې پر یوشمېر بڼوالو کیمیاوي سرې ووېشل شوې

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۴/۲۴ - ۱۰:۳
پکتیا کې پر یوشمېر بڼوالو کیمیاوي سرې ووېشل شوې

د پکتيا ولايت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست له لورې د سولې ریښې موسسې په ملاتړ ددې ولايت د مرکز ګردیز په ګډون احمد ابا، سيدکرم، ځاځی اریوب او زرمت ولسواليو پر ۱۱۶  هغه بڼوالو چې تر دې وړاندې د سولې ریښې مؤسسې لخوا ورته  ۳۲۷ جریبه بڼونه جوړ شوی وو کیمیاوي سری وویشل شوې.
په يادو مراسمو کې د پکتیا کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست د کرنيزو چارو آمر عبدالله حلیم زی، د سولې ریښې مؤسسې مسئول عبدالرحمن رحمتي، بڼوالو  او قومي مشرانو ګډون کړی وو.
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست د کرنیزو چارو آمر عبدالله حلیم زی  په خپلو خبرو کې وويل، چې د ياد پروګرام له لارې هر جریب بڼ ته ۲۵ کيلو ګرامه توره سره او ۵۰ کيلو ګرامه سپينه سره په وړيا ډول ورکړل شوي دي.
  د پکتیا دکرنې ریاست چارواکو ددې ولایت له بڼوالو وغوښتل ترڅو دبڼوالۍ مسلک ته وده ورکړي او زیاته یې کړه، چې دوی هڅه کوی په دی برخه کې بڼوالو ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.
له وېشل شویو مرستو موخه په دغه ولایت کې د بڼوالو لاسنیوی او د بڼوالۍ مسلک ته وده ورکول ښودل شوی دی.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۲۳
Background image

بررسی وضعیت باغ‌های گیلاس در ولسوالی گرزیوان فاریاب

۲۵ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
هیأتی متشکل از محمد ظریف رحیق آمر امور زراعتی  ریاست زراعت، آبیاری و مالداری نماینده گان  ریاست حفاظت محیط زیست و ریاست اقتصاد ولایت فاریاب، از باغ‌های گیلاس در. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۲۷
Background image

بهره‌برداری از کانال آبیاری به طول ۷۷۰۰ متر در نورستان

۲۶ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جمادی‌الاول ۱۴۴۸ هـ.ق
کانال آبیاری به طول ۷۷۰۰ متر میان قریه‌های پرونز و دیوی ولایت نورستان که با حمایت مالی برنامه جهانی غذا (WFP)، همکاری تخنیکی مؤسسه ان‌سی‌آر‌او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۲۱
Background image

آموزش ۱۴ مسئول کلینیک‌های حیوانی در بدخشان درباره نمونه‌گیری خون از حیوانات مشکوک به تب سه‌روزه

۲۶ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
به‌منظور تشخیص به‌موقع بیماری تب سه‌روزه حیوانی و بررسی وضعیت شیوع آن، برای ۱۴ تن از مسئولان کلینیک‌های حیوانی در ولایت بدخشان رهنمودهای تخنیکی درباره علایم بیماری،. . .

BACK TO NEWS