د ننګرهار کانال: په ۷۵ جریبه ځمکه د مالټې بڼونه او د چرګانو فارم جوړېږي

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۳/۲۹ - ۱۵:۷
د ننګرهار کانال: په ۷۵ جریبه ځمکه د مالټې بڼونه او د چرګانو فارم جوړېږي

۲۹ غبرګولی ۱۴۰۲ه‍.ش
۱ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۴ ه‍.ق
د ننګرهار کانال چارواکي ایي، چې له کابو څلورو لسیزو وروسته د ننګرهارکانال شرکت د هډې فارم اړوند لومړی بلاک (حلقوي سړک ته څېرمه) په شاوخوا ۷۵ جریبه ځمکه کې د مالټې بڼونه او د چرګانو روزنې فارم جوړېږي.
 د چارواکو په خبره دغه بڼونه او فارم د خصوصي سکټورله خوا جوړېږي، چې د بڼونو د رغولو چارې یې ۷۰ سلنه بشپړ شوي دي.
 په یاده پروژه کې ۲۵ کسانو ته په مستقیمه او اوسلګونه تنو ته په کې په غېر مستقمه توګه دکار کولو زمینه شوې ده . 
د ننګرهارکانال رییس مولوي غلام الرحمن کظیم وویل:  «په شاوخوا یوه کال کې مو د کانال پر۱۷۵۰۰جریبه ځمکه کې د مالټې بڼونه جوړ کړي دي، چې له برکته  به يې په راتلونکو درييو کلونو کې د درنو ننګرهاریانو د مالټو اړتیا تر ډېره زیاته برېده پوره او د پردیو له اختیاجه به خلاص شو.» 
ښاغلی کظیم زیاته کړه: «د ننګرهارهوا د ستروسو بڼونو پالنې ته خورا مساعده ده او د همدې امله پر کانال ادارې سربېره ددې شرکت په ځمکه خصوصي سکتور، او ددې ولایت ځمکوالو هم پر زرګونو جریبه د مالټو او ستروسو بڼونه جوړ کړي دي، چې دې چارې د هېوادوالو په اقتصادي رغونه کې مثبت رول ادا کړی، چې دا یو ښه زیرې دی. 
د ننګرهار دستروسو حاصلات چې  دلوړ کیفیت لرونکي دي پر پلازمېنه کابل سربېره دهېواد نورو ولایتونو ته هم صادرېږي، ګڼ مینه وال لري او هرکال يې بازار تود وي .

خبرهای تازه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

بازدید معین مالی و اداری وزارت زراعت از ریاست زراعت کندز

۱ سنبله ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی نورالدین عمیر معین مالی و اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، در جریان سفر رسمی به ولایت کندز، از ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت بازدید و با مسئولان و. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۴۶
Background image

توزیع ۲۰۰ دستگاه میوه‌خشک‌کن برای حمایت از معیشت خانواده‌ها در دایکندی

۱ سنبله ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت دایکندی، با همکاری مؤسسه ارتقای اجتماعی (SO) و حمایت مالی دفتر سازمان خوراک و زراعت ملل متحد (FAO)، ۲۰۰ دستگاه میوه‌خشک‌کن را برای. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۹:۱۰
Background image

توزیع بسته‌های مالداری برای حمایت از معیشت ۲۹ خانواده در دایکندی

۱ سنبله ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت دایکندی، در همکاری با کمیته ناروی برای افغانستان، بسته‌های حمایتی مالداری را برای ۲۹ زن مستحق از خانواده‌های بی‌بضاعت، مهاجر و بدون. . .

بازگشت به خبرها