د پکتیا ولایت د ځمکو د غصب مخنیوي او غصب شویو ځمکو د تشخیص او تثبیت تخنیکي پلاوی کړنه

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۲/۳۱ - ۱۰:۵
د پکتیا ولایت د ځمکو د غصب مخنیوي او غصب شویو ځمکو د تشخیص او تثبیت تخنیکي پلاوی کړنه

د پکتیا ولایت د ځمکو د غصب مخنیوي او غصب شویو ځمکو د تشخیص او تثبیت تخنیکي پلاوی د خپلو فعالیتونو په دوام د پکتیا ولایت د احکامو او فرامینو د تعقیب او نظارت ریاست کې غونډه ترسره کړه او په پلان شویو سیمو کې یې د تصرفاتو د مخنیوي او له منځه وړلو اړوند د خپلمنځي مشورې ورږسته پلان ترتیب او د رباط، چوڼۍ، حبيب کلا، فتح الله خېلو او حلیم کلا سیمو کې د تصرفاتو د له منځه وړلو او غصب مخنیوي په پار سفر ترسره کړ.
یاد تخنیکي پلاوی د خپل سفر په ترڅ کې لمړی د شېخانو او رباط، چوڼۍ سیمو څخه چې د پکتیا ولایت امنیې قوماندانۍ اړوند د څلورمې حوزې مجاهدینو یې هم ملتیا کوله، لیدنه وکړه او په یاده سیمه کې یې په مشکوکو امارتي ځمکو کې ترسره شوي تصرفات یې په خپله د متصرفینو په واسطه له منځه یوړل او یو تن متصرف چې څو ورځې وړاندې په یاده سیمه کې د تصرف په مهال بالفعل نیول شوی وو او د څلورمې امنیتي حوزې سره تر نظارت لاندې وو،  د بیا تصرف نه کولو اړوند د با اعتباره ضمانت له اخیستلو وروسته د نوموړي د خوشي کېدو اړوند څلورمې امنیتي حوزې ته رسمي لیک واستول شو چې ژر تر ژر به یاد کس خوشي شي.
ورپسې تخنیکي پلاوی د حبيب کلا سیمې څخه لیدنه وکړه او په مشکوکو امارتي ځمکو کې یې د تصرفاتو او کار مخنیوی وکړ، ترسره شوی تصرف چې دوه اطاقونه او یو دهلېز نیمه جوړ شوي وو د تعميراتي او تخنیکي وسایلو په شمول د پنځمې امنیتي حوزې مجاهدینو ته وسپارل شول او د ذیصلاح ارګانونو تر نهايي فیصلې پورې به یاد تعمیر د نوموړې حوزې د مجاهدینو په تصرف کې وي.
ورپسې د تخنیکي پلاوی غړو د خپل سفر په دوام د حلیم کلا او فتح الله خېلو سیمو ته سفر وکړ.
د فتح الله خېلو اړوند د خوست ګردېز عمومي سړک سره نږدې د پطرولیم پمپ او همدارنګه د هستوګنې ودانۍ چې د جوړولو چارې یې تازه پیل شوې وې  مخنیوی یې وشو، په متصرفینو کار بند شو او د بیا کار او تصرف نه کولو اړوند د بااعتباره ضمانت اخستلو لپاره اړونده امنیتي حوزو ته معرفي شول.
او همدارنګه د حلیم کلا په سیمه کې په مشکوکو امارتي ملکیتونو کې د تازه پیل شوو تصرفاتو مخنیوی وشو.
د یادولو وړ ده چې د مشکوکو امارتي ځمکو د غصب مخنیوي، تشخیص او تثبیت اړوند د پکتیا ولایت د غصب مخنیوي او غصب شوو ځمکو د تشخیص او تثبیت تخنیکي پلاوی د اړوندو سیمو اوسېدونکو ته د املاکي تحقیقاتو په پار د ملکیت د اثبات لپاره د مدار حکم اسنادو د وړاندې کولو اړوند رسمي استعلامونه ورکوي او هر اړخیز املاکي څېړنې کوي، چې د ذیصلاح ارګانونو تر نهايي فیصلې به هیچا ته په مشکوکو امارتي ملکیتونو کې د تصرف اجازه ورنکړل شي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۷
Background image

افتتاح و بهره‌برداری یک چکدم با ظرفیت ذخیره ۱۰۰ هزار متر مکعب آب در ولایت فراه

۲۷ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
یک چکدم به طول مجموعی ۴۱۲ متر و ظرفیت تقریبی ذخیره ۱۰۰ هزار متر مکعب آب در قریه انجیران ولسوالی پشت‌کوه ولایت فراه افتتاح و به بهره‌برداری سپرده شد.
مراسم افتتاح این. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۷
Background image

رئیس عمومی پلان و هماهنگی برنامه‌های وزارت زراعت با مسؤول مؤسسه CRS در افغانستان دیدار کرد

۲۷ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی عبدالعلی عمری رئیس عمومی پلان و هماهنگی برنامه‌های وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، در دیداری با محمد آدم حامد، رئیس عمومی مؤسسه بین‌المللی CRS در افغانستان و. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۳
Background image

برگزاری سمینار آگاهی‌دهی درباره جلوگیری از کشت کوکنار و ترویج کشت بدیل در سرپل

۲۷ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
سمینار آگاهی‌دهی درباره جلوگیری از کشت کوکنار و ترویج کشت بدیل با اشتراک حدود ۱۰۰ تن از دهاقین در ولسوالی صیاد ولایت سرپل برگزار شد.
در این سمینار نماینده ولسوالی. . .

BACK TO NEWS