د خوست دکرنې ریاست کې سکټوري غونډه دائره شوه

user-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۲/۲۸ - ۱۶:۲۹
د خوست دکرنې ریاست کې سکټوري غونډه دائره شوه


۲۸ غویی ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۸ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۴ ه‍.ق
د خوست دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې په دې ولایت کې د سکټوري اداراتو په ګډون د ټولو هغو مؤسساتو چې دکرنې او مالدارۍ په برخه کې کار کوي د استازو په ګډون سکټوري غونډه دائره شوه.
د غونډې په پیل کې د خوست دکرنې رییس مولوی محمد زمان عمري د خپلو خبرو په جریان کې  د سکتوري غونډې د جوړولو پر اهمیت او هم دسکتوري غونډې پر بناُ د اړوند اداراتو او موسسا تو ترمنځ د ښی همغږی په جوړولو خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې اطاعت منل، د ولس ښه خدمت کول، د دین او اسلام په چوکاټ کی خدمت کول او په وخت سره د پروژو دتطبیقولو په برخه کې یې مفصله وینا وکړه.
 ښاغلی عمري دبڼونو ترمیم، کانالونه، سربندونه، دنیالګیو پیوند کول او داسې نورو مثمرو پروژو غوښتنه وکړه او په پای کې دامیرالموُمینین حفظه الله دفرمان دتطبیق په هکله معلومات ارایه کړل چیې ټول موُسسات باید دغه فرمان پلي کړي او څوک باید ترې سرغړونه ونه کړي.
ورپسې د همکارو برنامو مسولينو په خپل وار سره د خپلو ترسره شويو کړنو مفصل راپور وړاندې کړ او خپل راتلونکي پلانونه يې د غونډې له ګډونوالو سره هم شريک کړل.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۲۳
Background image

بررسی وضعیت باغ‌های گیلاس در ولسوالی گرزیوان فاریاب

۲۵ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
هیأتی متشکل از محمد ظریف رحیق آمر امور زراعتی  ریاست زراعت، آبیاری و مالداری نماینده گان  ریاست حفاظت محیط زیست و ریاست اقتصاد ولایت فاریاب، از باغ‌های گیلاس در. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۲۷
Background image

بهره‌برداری از کانال آبیاری به طول ۷۷۰۰ متر در نورستان

۲۶ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جمادی‌الاول ۱۴۴۸ هـ.ق
کانال آبیاری به طول ۷۷۰۰ متر میان قریه‌های پرونز و دیوی ولایت نورستان که با حمایت مالی برنامه جهانی غذا (WFP)، همکاری تخنیکی مؤسسه ان‌سی‌آر‌او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۲۱
Background image

آموزش ۱۴ مسئول کلینیک‌های حیوانی در بدخشان درباره نمونه‌گیری خون از حیوانات مشکوک به تب سه‌روزه

۲۶ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
به‌منظور تشخیص به‌موقع بیماری تب سه‌روزه حیوانی و بررسی وضعیت شیوع آن، برای ۱۴ تن از مسئولان کلینیک‌های حیوانی در ولایت بدخشان رهنمودهای تخنیکی درباره علایم بیماری،. . .

BACK TO NEWS